د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او بنګلدېش د فوټبال لوبه مساوي شوه


افغانستان له بنګدېش او لاووس سره دوستانه لوبې د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام د غورواي سیالیو ته د چمتوالي لپاره وکړې.
افغانستان له بنګدېش او لاووس سره دوستانه لوبې د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام د غورواي سیالیو ته د چمتوالي لپاره وکړې.

د بنګلدېش او افغانستان ترمنځ د فوټبال دوستانه لوبه مساوي شوه او دواړو یو - یو ګول وواهه. دغه لوبه د بنګلدېش په مرکز ډاکه ښار کې وه.

بنګلدېش د لوبې په څلورمه دقېقه کې پر افغانستان ګول وکړ او تر اخره یې لوبه په خپل کنترول کې لرله، خو د لوبې په اضافي وخت کې د افغانستان بخت بېداره شو او عصمت شینواري په ۹۴ او وروستۍ دقیقې کې ګول وکړ او لوبه یې مساوي کړه.

دا د دواړو خواو ترمنځ یوه دوستانه لوبه وه. افغانستان تر بنګلدېش مخکې د جمعې په ورځ لاووس ته په یوې بلې دوستانه لوبې کې دوه صفر ماتې ورکړې وه.

په اصل کې دغه لوبې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال د نړیوال جام د غوراوي سیالیو ته د چمتوالي او تمرینيونو په موخه ترسره کیږي.

افغانستان به د جون په ۱۱ نېټه د فوټبال د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه له سوریې سره کوي، سوریه نسبتآ یوه پیاوړې لوبډله بلل کیږي.

افغانستان په خپل ګروپ کې پر سوریې سربېره، له جاپان، کمبودیا او سنګارپور سره هم لوبې لري. د دغه ګروپ د سر دوه لوبډلې به د نړیوال جام د غوراوي بل پړاو ته لاره مومي. په دې معنی چې افغانستان باید په خپلو څلورو لوبو کې دوه وګټي چې ښايي اسانه هم نه وي.

د افغانستان کرېکټ

افغانستان په سکاټلېنډ کې دی چې له کوربه سره د کرېکټ څلور ورځنۍ لوبه وکړي، خو باران دغه لوبه ځنډولې ده.

د لوبې څارونکي هیله مند دي چې د موسم په ښه کېدو سره لږ تر لږه د یو څو اورونو لوبه وشي.

جزییات زموږ پر فیسبوک پاڼې او وېپاڼې لیدلی او لوستلی شئ.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG