د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ښه توپ اچونه وکړه خو لوبه سریلانکا وگټله


د سریلانکا کرکټ ټیم د یوې ښې مسابقې نه وروسته د افغانستان ټیم ته په ٣۴ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان د ښه توپ اچونې له کبله د سرلانکا ټیم یواځې په ٣٧ اورونو کې ٢٠١ منډې وکړی، د باران د اورښت له کبله اورونه راکم کړل شول او د کرکټ د اصولو سره سم افغانستان ته په ۴١ اورونو کې د ١٨١ منډو هدف وټاکل شو.

د افغانستان توپ اچونکو د سریلانکا نهه لوبغاړي یواځې د ٥٧ منډو په ورکولو وسوځول.

د سریلانکا د بیټنگ پر مهال داسې امکانات پیدا شو چې د افغانستان لوبډله به ډیره په اسانۍ دغه لوبه وگټي خو د افغانستان لمړني ٥ توپوهنوکي یواځې د ٥٧ منډو په کولو وسوځیدل.

د افغانستان د ټیم کپتان گلبدین نایب او نجیب الله ځدران د ٦۴ منډو پارټنرشپ وکړ چې د خپل ټیم د گټلو هیلې یې راژوندۍ کړی.

د افغانستان ټول لوبغاړي په ٣٣ اورونو کې په ١٥٢ منډو وسوځیدل.

د افغانستان لخوا په توپ اچونکو کې محمد نبي ٣ کسان او د سریلانکا لخوا پردیپ ۴ کسان وسوځول.

د یادونې وړ ده چې افغانستان د لسو لوبډلو په لسټ کې د رن ریټ په اندازه د تر ټولو لاندینی ټیم دی ځکه چې دواړه لوبې یې بایللي دي. سریلانکا خپله لمړۍ لوبه د جنوبي افریقا نه بایللي وه او دا یې لمړۍ لوبه وه چې ویې گټله.

XS
SM
MD
LG