د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د سوپریم کمپنۍ پر ذخیرې برید کړی


آرشیف
آرشیف
د سوپریم د خوراکي موادو د کمپنۍ نطاقه وایي چې یاغیانو د جمعې په ورځ په افغانستان کې د امریکا په یوې مهمې اډې کې یوه ذخیره چې د عسکرو دپاره د خوراکي موادو او نورو شیانو نه ډکه وه، په راکټو ویشتلې ده او اور په کې لگیدلی دی. د اور له کبله ټول گدام او هر څه چز په کز وو، تباه شویدي.

د طالبانو نطاق ذبیح الله مجاهد په ایمېل کې ویلي دي د سوپریم گروپ په محوطه کې اور لگیدلی او د امریکایي عسکرو د ډوډۍ او د غوښو ذخیره یی تباه کړیده.

د سوپریم گروپ نطاقه ویکتوریا فراست وایی هیڅوک په دې پیښه کې نه دي زخمي شوي، او اور سهار تر کنترول لاندې راوستل شو، سره ددې چې په ځینو برخو کې لا هم اور بل و.
هغه وایي دوي لگیا دي چې د نورو ذخیرو نه ضروري مواد دغه ځای ته ورسول شي.

بلي خوا ته په یوه بل خبر کې د افغان پولیسو یو صاحب منصب اوآشپز د هېواد په جنوب کې په یوې تاڼې کې خپلو همکارانو ته زهر ورکړیدي او د یاغیانو سره یې په حمله کې همکاري کړیده چې شپږ کسه پکې وژل شویدي. دغه خبره نن افغان مامورینو کړیده.

دا د افغان پوځ او پولیسو د انفرادي حملو د لړۍ تازه پیښه ده چې
دا حملې د نړیوالو قواوو سره د افغانستان ملگرتوب اغیزمن کوي.
زیاتره دغه حملې په نړیوالو قواوو کیږي او افغان قواوو ته هم په دغسي حملو کې غټ تلفات اوښتي دي.

د پولیسو صاحب منصب او دغه آشپز په دې حمله کې د یاغیانو سره لاس یو کړی و. دوي د هلمند د لشکرگاه په ولسوالۍ کې یو پولیس هم وژلی دی. دغه خبره د هلمند د والي د دفتر په بیان کې شویده.

دوي دوه تنه صاحب منصبان مصموم کړي او بیا جگړه مارانو د بهر
نه په تاڼې حمله کړیده او پاتې څلور کسه ماموران یې وژلي دي.

د پولیسو صاحب منصب، چه تښتیدلی و، نیول شویدی، خو اشپز زیرک حداد، ورک دی او لا ندی نیول شوی. ټوپک والا د وسلو او مرمیو سره په موټر سایکل تښتېدلي دي.
XS
SM
MD
LG