د لاس رسي وړ اتصالات

درې کسه د وردګو پر کلینیک برید کې ووژل شول


د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو مطبوعاتي مسئولینو له امریکا غږ سره په اړیکه کې په دې اړه بې خبري وښوده
د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو مطبوعاتي مسئولینو له امریکا غږ سره په اړیکه کې په دې اړه بې خبري وښوده

د افغانستان لپاره د سویډن د کمېټې د مطبوعاتو مسئول صلاح الدین مومند امریکا غږ ته وویل، افغان امنیتي ځواکونو تیره شپه د سیدانو د تنګي په سیمه کې د دغې کمېتې اړوند یو روغتیايي کلینیک پلټلی او وروسته یې دوه بستر شوي ټپیان او د هغوی یو پایواز له ځان سره بیولي او له کلینیک څخه بهر په سل میترۍ کې یې وژلي دي.

دا په داسې حال کې دي چې د میدان وردګو د والي ویاند توریالی همت د سیدانو د تنګي په سیمه کې تیره شپه د ځانګړو پولیسو عملیات تائیدوي خو وایي په دې اړه معلومات نه لري چې په دې عملیاتو کې دې د سویډن د کمېټې په روغتيايي کلینیک هم برید شوی وي.

ښاغلي مومند زیاته کړه، چې د سویډن کمېټه به دا پېښه په جدي توګه تعقیب او وڅیړي " په دې باره کې موږ سره دقیق معلومات نشته چې ټپیان څوک وو خو، چې هر څوک زموږ روغتون ته په ټپي حالت کې یا د درملنې لپاره راځي، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې روغتیايي چارواکي او کارکوونکي موظف دي چې هغوی ته روغتیايي آسانتیاوې او خدمتونه وړاندې کړي."

د ښاغلي مومند پر وینا، د افغان امنیتي ځواکونو دا عملیات د ټولو نړیوالو کنوانسیونونو پر خلاف ترسره شوي او ښکېلې غاړې باید پوه شي، چې د بشري مرستې رسونې د کارکوونکو کاري چاپیریال له تیریو خوندي دی.

د سویډن د کمېټې دغه چارواکي په دې ټینګار وکړ،چې په دې روغتون کې بستري کسان د درملنې حق لري او که چیرې مجرمین وي نو حکومت ته په کار ده چې له درملنې وروسته یې تر قانوني تعقیب لاندې ونیسي.

بلخوا د میدان وردګو د والي ویاند توریالی همت وايي، د سیدانو د تنګي په سیمه کې تیره شپه ځانګړو پولیسو عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې څلور وسله‌وال مخالفین وژل شوي، دوه تنه ټپیان شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.

ښاغلي همت وویل "د میدان وردګو ولایت دایمیرداد ولسوالۍ په تنګي سیدان سیمه کې عملیات شوي دي، نو طبعاً په دغه سیمه کې به کلینیک هم موجود وي، ښوونځی به هم موجود وي او د خلکو کورونه به هم موجود وي، نور معلومات به د کورنیو چارو وزات له همغو ځانګړو ځواکونو سره وي، خو یوه خبره چې واضیح ده ډیر کله د دولت وسله‌وال مخالفین دخپلو اهدافو لپاره هغوی له هر ځایه استفاده کوي، خو امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې ده چې کله هم دوی عملیات کوي د ملکي خلکو ژوند په پام کې ونیسي او په دې عملیاتو کې د ملکي خلکو تلفات نشته دي."

ښاغلي همت زیاته کړه، په دې اړه، چې ګواکې دا عملیات د سویډن د کمېټې په روغتيايي کلینیک کې ترسره شوي دي، معلومات نه لري.

د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو مطبوعاتي مسئولینو له امریکا غږ سره په اړیکه کې په دې اړه بې خبري وښوده.

وسله‌والو طالبانو د یو بیان په خپرولو دا پېښه په کلکه غندلې ده او ویلي یې دي چې افغان او امریکايي ځواکونو تیره شپه د جلګې ولسوالۍ په تنګي سیمه کې د سویډن کمېټې پر یو روغتون چاپه وهلې او څلور ناروغان یې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG