تاجکستان له افغانستان څخه غوښتي چې په سرحدي سیمو کې دې امنیت ټېنګ کړي.
تاجکستان دا غوښتنه د افغانستان د ملي یوالي د حکومت د اجرايي ریس عبدالله عبدالله په مشرۍ، پلازمېنې دوشنبې ته له ورغلي پلاوي سره په خبرو کې کړې ده.
د پلاوي یو غړي مزمل شینواري د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې تاجکتستان اندېښنه لري هسې نه د افغانستان په سرحدي سیمو کې روانې نا امنۍ تاجکستان ته مخه کړي.
ښاغلي شینواري وویل چې دواړه خواوو همدغه راز د انرژۍ د یوې سترې پروژې کاسا۱۰۰۰ په اړه هم خبرې وکړې.
کاسا۱۰۰۰ د برېښنا هغه پروژه ده چې په پلې کېدو سره به یې د افغانستان له لارې پاکستان ته ۱۰۰۰ او افغانستان ته ۳۰۰ میګاواټه برېښنا ولېږدول شي.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت معین مزمل شینواري د امریکا غږ خبریالې نوشابه اشنا ته په مرکې کې وویل چې دغه پروژه به په راتلوونکو شاوخوا دوو میاشتو کې پیل شي.