د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ټست له بایللو وروسته سري لانکا سره یوه ورځنۍ سیالۍ پیلوي


د افغانستان د کرکټ لوبغاړي د سري لانکا د کېنډې ښار ته رسېدلي
د افغانستان د کرکټ لوبغاړي د سري لانکا د کېنډې ښار ته رسېدلي

ټاکل شوې چې د افغانستان او سري لانکا ترمنځ د دریو یوې ورځنیو لوبو لړۍ سبا جمعه فبروري نهمه (سلواغه ۲۰) پیل شي.

د دغې لړۍ لومړۍ لوبه به د سري لانکا د کېنډي په ښار کې کېږي.

یو شمېر هغه افغان لوبغاړي چې له سري لانکا سره په ورستۍ ټست لوبې کې نه وو، د یوې ورځنیو لوبو لپاره له لوبدلې سره یو ځای شوي ‌دي.

په دغو لوبغاړو کې محمد نبي،‌ رحمن الله ګربز، مجیب الرحمن او عظمت عمرزی شامل دي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې لوبغاړي یې د چهارشنبې په ورځ د کېنډې ښار ته ورسېدل.

افغانستان د دریو لوبو د سیالیو تر پيل مخکې له کوربه هېواد سره د ټست یوه لوبه لرله چې په لوی توپیر یې وبایلله.

د افغانستان د کرکټ لوبډله د ټست په پرتله په یوې ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې ښه لوبډله بلل کېږي. افغانستان د تېرکال د یوې ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې هم سري لانکا ته ماتې ورکړې وه.

د افغانستان په لوبډلې کې راشد خان نه شته، هغه څو میاشتې مخکې د ملا عملیات وکړل او ډاکټرانو ورته د ارام کولو سپارښتنه کړې ده.

د افغانستان او سري لانکا ترمنځ دویمه یوه ورځنۍ لوبه د فبرورۍ په ۱۱ او درېیمه یې په ۱۴ نېټه دي.

له یوې ورځنیو لوبو څخه وروسته بیا د دواړو خواو ترمنځ د فبرورۍ په ۱۷ نېټه درې شل اوریزې سیالۍ پیلېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG