د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: له کندز نه په شا شوو، جنایت مو نه دی کړی


طالبانو د روان کال د میزان د میاشتې په شپږمه د کندز مرکز ونیو او ښار ته د ننوتلو سره سم یې د زندان دروازه د زندانیانو پرمخ خلاصه کړه.
طالبانو د روان کال د میزان د میاشتې په شپږمه د کندز مرکز ونیو او ښار ته د ننوتلو سره سم یې د زندان دروازه د زندانیانو پرمخ خلاصه کړه.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې ددې ډلې جنگیالي د کندز ښار له اړوند سیمو څخه په شا شوي دي، په داسې حال کې چې د افغانستان دولت وایي له څو ورځو نښتو وروسته یې طالبان له کندز څخه ایستلي دي.

طالبانو ویلي دي چې له کندز څخه ددې ډلې د جنگیالیو د په شا تگ هدف د ملکي وگړو د ځان ساتنه او د امکاناتو او مهماتو سپما ده. په داسې حال کې د افغان مقاماتو او د ملگرو ملتونو په گډون د بشري حقونو د نړیوالو ټولنو په وینا په اکثرو مواردو کې طالبانو د ملکي وگړو څخه د انساني سپر په توگه گټه اخیستې ده.

د طالبانو له خوا د کندز ښار له نیونې وروسته د افغانستان د حکومت مقاماتو او د بخښنې نړیوال سازمان ددې ډلې جنگیالي په جنگي جرمونو او د خلکو سره په بد چلند تورن کړل.

خو طالبان دغه رپوټونه "درواغجنې آوازې" گڼلي او استدلال کوي چې حتا دې ډلې د افغان پوځیانو سره چې د عملیاتو په ترڅ کې یې نیولي وو انساني چلند کړی او هغوی یې خوشې کړي دي.

طالبانو د روان کال د میزان د میاشتې په شپږمه د کندز مرکز ونیو او ښار ته د ننوتلو سره سم یې د زندان دروازه د زندانیانو پرمخ خلاصه کړه.

د طالبانو له راتللو وروسته، د دې ډلې د کسانو له لورې د بانکونو او د سروزرو د خرڅلاو د هټیو په گډون د سوداگریزو مرکزونو د لوټولو رپوټونه خپاره شول. د دې رپوټونو برخلاف طالبان ادعا کوي چې د کندز پر ښار باندې ددې ډلې د ولکې په ترڅ کې د هیچا مال نه دی ضایع شوی.

له دې سره سره چې د طالب جنگیالیو د مرگ ژوبلې په اړه په رسنیو په ځانگړې توگه په ټولنیزو شبکو کې یو لړ تصویرونه خپاره شوي طالبانو په پخل پیغام کې ویلي دي چې د کندز ښار نیونه په ډیرو کمو تلفاتو او حتا پرته له تلفاتو ترسره شوی ده.

XS
SM
MD
LG