د لاس رسي وړ اتصالات

صدیقي: د هند پر کنسلگرۍ برید د بهرنیو کړیو کار دی


ټاکل شوې چې د جنوري په ۱۱مه په اسلام آباد کې د سولې یوه غونډه وشي او بیا بله غونډه په کابل کې جوړه شي.
ټاکل شوې چې د جنوري په ۱۱مه په اسلام آباد کې د سولې یوه غونډه وشي او بیا بله غونډه په کابل کې جوړه شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په مزارشریف کې د هند پر کنسلګرۍ د برید په اړه لا هم څیړنې روانې دي، خو لومړنۍ څیړنې ښيي، چې دا برید د پاکستاني ترهګرو ډلو د غړو لخوا شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ته وویل، په دغه هیواد کې پیچلې استخباراتي جګړه روانه ده او ځینې کړۍ له ترهګرو ډلو څخه په ګټې اخیستنې په افغانستان کې نیابتي جګړه په لاره اچولې.

که څه هم ښاغلي صدیقي په افغانستان کې په نیابتي جګړو کې د ښکیلو هیوادونو نومونه وانخیستل خو ویې ویل "د افغانستان جګړه یوه مغلقه او پیچیده جګړه ده او خاصې کړۍ په سیمه کې شته، چې لا هم دوی له تروریستي ډلو څخه په بریدونو کې ګټه اخلي، نو په دې کې شک نشته چې دغه کړۍ دا ډلې روزي، پر خاصو اهدافو او د نورو هیوادونو پر ګټو او تاسیساتو باندې یې بریدونو ته استوي."

د تیرې یکشنبې په ورځ ماښام مهال د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د هند په قونسلګرۍ باندې دریو وسله والو برید کړی و چې له افغان ځواکونو سره له اوږدې نښتې وروسته درې واړه بریدکوونکي او یو پولیس ووژل شول او د ۵ پولیسو په ګډون ۹ تنه ورکې ټپيان شول.

د کارپوهانو نظرونه

د چارو یو شمیر کارپوهان دې او دې ته ورته بریدونو ته په اشارې وايي، چې د افغان دولت وسله‌ وال مخالفین له دغو بریدونو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي چې د سولې په خبرو کې له افغان حکومت څخه د پام وړ امتیازات ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه جاوید غفور وايي، د امتیازاتو تر څنګ ځینې نورې کړۍ بیا هڅه کوي چې د داسې بریدونو په ترسره کولو د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې خرابې او بې باوري رامنځ ته کړي.

هغه وویل "ښایي هند او پاکستان وغواړي چې اړیکې ښې کړي خو دلته نور هم داسې خلک شته چې د دغو اړیکو د خرابوالي لپاره کار کوي تر څو په دې سیمه کې جګړه اوږد مهال لپاره پاتې شي ترڅو د هغوی ګټې خوندي شي، په دې کې بعضې مافیايي بانډونه هم خپل رول لوبوي، ځینې نړیوال تروریزم هم رول لري، لکه القاعده او داعش چې اوس په نوي کې رابره شوې، دغه اړخونه هم شاید په دې کې دخیل واوسي ترڅو دا اړیکې سره نږدې نشي."

خو د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په افغانستان کې د ورانکارو بریدونه د سولې پر بهیر هیڅ ډول ناوړه اغیزه نشي پریښودی او دا شورا به په دغه هیواد کې د تلپاتې سولې د راوستلو لپاره د تیر په څیر خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د سولې د عالي شورا غړي حبیب الله فوذي امریکا غږ ته وویل، که په افغانستان کې جګړه لا هم زوروره شي خو افغان حکومت او د سولې عالي شورا په دغه هیواد کې د سولې ټینګښت ته ژمن دی او له هرې ممکنې لارې به کار واخلي ترڅو په سیمه کې سوله ټینګه شي.

حبیب الله فوذي په افغانستان کې روانه جګړه استخباراتي وبلله او وې ویل چې د سولې د خبرو تر څنګ افغان حکومت باید له یو قوي پوځي ځواک څخه په ګټې اخیستنې د دغې جګړې مخه ډپ کړي.

هغه وویل "په افغانستان کې په مختلفو نومونو او د مختلفو جهتونو لخوا جنګونه روان دي او ښايي روان به وي، نو د حل لار یې همدا دوه لارې دي یوه دا چې د افغانستان امنیتي قوتونه باید تجهیز او اکمال شي او بله لار یې دا ده چې له مخالفینو او طالبانو سره خبرې اترې دوام پیدا کړي."

ټاکل شوې د روان کال د جنوري میاشتې په ۱۱مه نیټه په پلازمینه اسلام آباد کې او له هغې وروسته بله غونډه په کابل کې جوړه شي.

د اسلام آباد په غونډه کې به د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالان او د دغو هیوادونو لپاره د امریکا او چین ځانګړي استازي ګډون وکړي او پر هغو لارو چارو به غور وکړي چې له مخې یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګولو لپاره عملي چوکاټ رامنځ ته شي.

XS
SM
MD
LG