د لاس رسي وړ اتصالات

اوسني طالبان د ۱۹۹۰ لسیزې له طالبانو سره څه توپیر لري؟


د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تمه کېده چې دا ډله به د افغانانو او نړیوالې ټولنې له غوښتنو سره ځان عیاروي او د حکومتولۍ طریقه به یې په ۱۹۹۰ لسیزه کې له خپلې لومړنۍ هغې څخه توپیر ولري.

خو د طالبانو د واکمنۍ د ۱۸ میاشتو تېرېدو وروسته د دوی په اړه د ډیرو شنونکو نظر بدل شوی دی.

په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر او د هډسن انسټېټیوټ د سویلي آسیا څېړونکی، حسین حقاني وايي، "طالبان بدل شوي ندي او نه هم بدلېدای شي."

هغه زیاته کړه: "دوی [طالبان] پخوا او اوس هم د لویدیځ خلاف دي. البته طالبان اوس د لویدیځ په څېر عصري وسله او استخباراتي سیسټم کاروي. الوتکې الوځول، موټر چلول او موبایل تلیفون خوښوي خو عصري فکر نه لري."

د نويیمې لسیزې طالبانو د ژوندیو شیانو عکس اخیستل حرام باله، د لرغونو اثارو لکه د بودا د بتانو په ماتولو یې ویاړ کاوه، د ښځو د قدم غږ اورېدل یې د سړي لپاره د شریعت خلاف باله، د ږیرې په خریلو بندیز و او د ډېرو ستونزو حل به یې په استخارو یا خوبونو کې لټاوه.

د منځني ختیځ انسټیټیوټ د افغانستان د چارو څېړونکی، ماروین واینبام، وویل: "طالبانو دا ځل په لومړي سر کې نړۍ ته د ځان ښه ښودلو هڅه کوله ترڅو وښيي چې ګواکې دوی د نويیمې لسیزې سختدریځه تګلاره پرې ایښې ده. خو په تېرو ۱۸ میاشتو کې چې مونږ څه ولیدل، ثابتوي چې طالبان د مخکې نه زیات د سخت دریځۍ په لور روان دي."

که څه هم طالبان وايي چې له افغانستان څخه نړۍ ته هیڅ خطر نه پیښیږي، خو تېر کال په کابل کې د امریکا په یو هوايي برید کې د القاعدې ترهګرې ډلې د مشر، ایمن الظواهري، وژل کېدو، د طالبانو او القاعدې تر منځ د اړیکو په اړه پوښتنې راولاړې کړې.

د سپينې ماڼۍ پخوانۍ کارکوونکې، کېترین زېمرمن، وویل: "طالبان او القاعده که څه هم بدلې مفکورې لري خو منزل یې یو دی. دواړه د شریعت د بنسټیز تفسیر پلویان دي. القاعده، طالبان په ځایي کچه د خپلې مفکورې یوه برخه ګڼي او طالبان فکر کوي چې القاعده به د دوی فکر په نړیواله کچه خپروي."

حسېن حقاني د طالبانو دغه ذهنیت د افغانستان او سیمې په زیان بولي او وايي، اوسنی حالت د ۱۹۹۰ لسیزې له وضعیت سره توپیر لري.

هغه وویل: "که په سیمه کې کوم ګاونډی هېواد د طالبانو خلاف ډلو ملاتړ پېل کړي نو طالبان به د یوې نوې ننګونې سره مخ شي. بله دا چې طالبانو سره د پخوا په شان القاعده کمک نشي کولای او نه پاکستان د پخوا په شان پیسې لري چې د طالبانو سره مرسته وکړي."

نور شنوکي پدې باور دي چې د طالبانو د ۹۰مې لسیزې فکر نه یوازې په ۲۱مه پیړۍ کې د افغان ټولنې غوښتنې نه ځوابوي بلکې په نړیواله ټولنه کې د دوی د لا منزوي کېدو سبب کیږي.

ماروېن واینبام د بیلګې په توګه ښځو په کار او زده کړه باندې د طالبانو بندیزونه یادوي. هغه وویل: "د يو هېواد راتلونکی هغه وخت ښه کیږي چې ښځې پکې برخه ولري. د هر هېواد راتلونکی په عصري اقتصاد او عصري ټولنه ولاړ وي او طالبان دې ته ژمن نه دي."

کتونکي وايي د لومړي پړاو د طالبانو په پرتله د دوهم پړاو طالبان پر داسې افغانستان واکمن دي چې د نوييمې لسیزې نه یې نفوس سم نیمايي زیات دی، شل کاله یې ډیموکراسي تجربه کړې، د پخوا په پرتله یې خلک له نړۍ سره زیات وصل دي او د څېړونکو په نظر، په دوهم پړاو طالبانو کې خپلمنځي اختلافات او ناندرۍ هم زیاتې دي.

XS
SM
MD
LG