د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاپي په مراسمو برید ته "روزل شوي وسله وال تسلیم" شوي


په هرات کې چارواکي وایي هغه لس وسله وال افغان حکومت ته تسلیم شوي چې د ټاپي پروژې پر مراسمو د برید لپاره په ایران کې روزل شوي وو.

تسلیم شویو بریدګرو په هرات کې خبریالانو ته ویلي چې هغوی په "ایران کې روزل شوي وو او وسلې ورکړل شوې" وې. هغوی ادعا کوي چې ورته ویل شوي وو چې د ټاپې د پروژې د پیل پر مراسمو بریدونه وکړي، خو وايي چې له دغه کار نه یې لاس واخیست.

دغو بریدګرو خبریالانو ته ونه ویل چې ولې له خپل هوډ نه لاس په سر شول او دا چې ولې ایران هغوی دغه کار ته روزلي وو.

د ازادۍ راډیو انګلیسي څانګه وايي یو تسلیم شوي وسله وال ویلي چې د "اورپکو مشرانو ورته یو لیک ورکړ او ایران ته د روزنې لپاره واستول شول" او وسلې ورکړل شوې. وايي دا سپارښتنه هم ورته وشوه چې پر مراسمو بریدونه وکړي.

د هرات والي محمد اصف رحیمي وايي د "افغانستان دښمنانو دغه کسان روزلي" وو، که څه هم هغه د ایران نوم وانخیست خو ویې ویل چې "بریدګر پوه شول چې دغه پروژه د افغانستان لپاره ډېره ارزښتناکه ده او د ولس په ګټه ده" نو ځکه "تسلیم" شول.

څو میاشتې مخکې د فراه والي محمد عارف شاجهان تور لګولی و چې د طالبانو ځینې مشران په ایران کې دي او د هغه په خبره هلته پناه ځایونه لري، روزل کیږي او وسلې هم ورکول کیږي.

د ازادۍ راډیو انګلیسي څانګه وايي له ډېرو تماسونو سره سره بیا هم ونه توانیدله چې په کابل کې د ایران له سفارت نه د تسلیم شویو کسانو د ادعا په اړه وضاحت او غبرګون وغواړي.

د ټاپي د ګازو پروژه له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګاز انتقالیږي او دا د افغانستان او سیمې لپاره یوه مهمه اقتصادي پروژه بلل کیږي. ولسمشر غني هرات ته تللی چې د جمعې په ورځ (فبروري۲۳) د هند، پاکستان او ترکمنستان له چاروکو سره دا پروژه پرانیزي.

XS
SM
MD
LG