د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار: افغانستان کې هدفي وژنې زیاتې شوي دي


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د سرمفتش اداره، سیګار وایې چې په هېواد کې د خلکو هدفي وژل او ځانمرګي بریدونه زیات شوي دي.

سیګار په خپل تازه رئپوټ کې لیکلي چې د تېرکال په پرتله سږکال د افغانستان امنیتي وضعیت نسبتاً ښه شوی دی.

سیګار په داسې حال کې د هدفي وژنو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې چې تېره اونۍ نامعلومو وسله والو په کابل کې د افغان هوايي قواوو دوه پېلوټان په ډزو ووژل.

د پېلوټ محبوب الحق ساپي کورنۍ وایې چې حکومت باید د ملکي او نظامي کدرونو د امنیت په ساتلو کې زیاته هڅه وکړي.

د ملي دفاع وزارت که څه هم د وروستیو پېښو پړه پر سیمه ییزو استخباراتي ادارو وراچوي، خو نظامي شنونکي وايې چې د هدفي وژنو ترشا د وسله والو ډلو سربیره کیدای شي د افرادو لاس هم وي.

دا یوازې افغان پوځیان نه دي چې هدف ګرځي، بلکې د ډېرو لوړپوړو ملکي چارواکو ژوند هم په خطر کې دی. د سیګار په رئپوټ کې د ملګرو ملتونو د احصائیو په اساس راغلي چې هدفي وژنې د تېر کال په پرتله ٪۳۵ او ځانمرګي بریدونه ٪۷۸ زیات شوي دي‫.

سیګار: افغانستان کې هدفي وژنې زیاتې شوي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00

XS
SM
MD
LG