د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په کندز کې پر مخابراتي شبکو محدودیت لګولی دی


په کندز کې له تیرې یوې میاشتې راپه دیخوا مخابراتي شبکې د شپې له خوا بندیږي.
په کندز کې له تیرې یوې میاشتې راپه دیخوا مخابراتي شبکې د شپې له خوا بندیږي.

په کندوز کې د طالبانو له خوا مخابراتي شبکو ته اخطار ورکړل شوی چې باید د شپې له خوا خپل فعالت بند کړي. له تیرې یوې میاشتې راپه دیخوا مخابراتي شبکې د شپې له خوا بندیږي.

په کندوز کې وسله والو طالبانو مخابراتي شبکو ته اخطار ورکړی چې باید د شپې له خوا مخابراتي شبکې بندې کړي او دا کار ونکړي په کلیو او ولسوالیو کې ولاړې پايي یا انتنونه به یې وروالوزوي.

هره ورځ د ماښام له پنځه بجو وروسته د سهار تر شپږو بجو پورې مخابراتي شبکې کار نه کوي، له دې پرته چې مخابراتي شبکې د شپې له خوا کار نه کوي په یوه مخابراتي شبکه باندې د طالبانو له خوا بشپړ بندیز هم لګول شوی دی.

د کندوز د سرپرست والي ویاند عبدالواسع باسل وايي چې له تیرې یوې میاشتې راپه دیخوا په کندوز کې د شپې له خوا مخابرات غیر فعال وي"له تیرې یوې میاشتې راپه دیخوا په کندوز کې د شپې له خوا مخابراتي شبکې کار نه کوي، ځکه چې مخالفینو ورته ګواښ کړی چې که دوی فعالیت وکړي پايي به یې له منځه یوسي."

د سیمې یو تن اوسیدونکی ریحان وايي چې د مخابراتي شبکو بندولو خلک له ستونزو سره مخ کړي که یو څوک ضرورت ولري نو هم د اړیکو نیولو هیڅ وسیله نه وي "مونږ له ستونزو سره مخ یو ځکه ټولې مخابراتي شبکې دشپې له خوا بندې وي او دا کار طالبانو کړی اخطارونه یې ورکړي چې باید فعالیت ونه کړي."

د کندوز یو بل اوسیدونکی د مخابراتي شبکو د بندیز په اړه وايي چې د دولت مخالفو وسله والو په کلیو کې پر یوه خصوصي مخابراتي شبکه بندیز لګولی او خلک یې د هغې له استعمال څخه منع کړي دي.

هغه وایی" په کلیو کې د یوې مخابراتي شبکې په فعالیت بندیز لګول شوی او خلکو ته یې اخطار ورکړی چې له سیم کارټ څخه یې استفاده ونه کړي، نو که ونیول شي جدي برخورد ورسره کوي."

د امام صیب ولسوالۍ د ځنګله د سیمې یو اوسیدونکی رقیب وايي چې ددوي په سیمه کې د هغې مخابراتي شبکې څو انټنونه یا پايي د طالبانو له خوا له منځه وړل شوي چې دوي یې فعالیت او استعمال منع اعلان کړی.

هغه خلک چې ښاره کلیو ته تګ راتګ کوي د هغې شبکې سیمکارټونه له خپلو موبایلو وباسي چې طالبانو یې په استعمال بندیز لګولی.

څو کاله مخکې هم په کندوز کې د شپې له خوا ټولې مخابراتي شبکې بندیدې خو هغه وخت چې په دغه ولایت کې د طالبانو زور کم شو مخابراتي شبکو یو ځل بیا فعالیت پیل کړ خو دا لومړی ځل دی چې د یوې خصوصي مخابراتي شبکې د سیمکارټ په استعمال بندیز لګول کیږي او استعمالونکو ته یې د مخالفو وسله والو له خوا د مجازات اخطار ورکړل شوی دی.

ویل کیږي طالبانو دا کار ځکه کوي چې د شپې لخوا په اسانۍ سره له یوې سیمې نه بلې ته تګ راتګ وکړي او د تیلیفون له لارې یې و څارل شي.

طالبانو څه موده مخکې د کندز ښار ونیوه خو له شاوخوا یوې اونۍ وروسته یې بېرته پرېښود.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG