د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ازبیکستان سره ترانزیتي موافقه لاس لیک کوي


د افغانستان جمهور رئیس په وار وار ژمنه کړې چې افغانستان به د منځنۍ اسیا په تجارتي څلور لارې بدل کړي
د افغانستان جمهور رئیس په وار وار ژمنه کړې چې افغانستان به د منځنۍ اسیا په تجارتي څلور لارې بدل کړي

د افغانستان جمهوری ریاست ویلي دي چې تر دوو میاشتو پورې به د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ تجارتي او ترانزیتي موافقتنامه لاس لیک شي، چې د افغانستان د جمهوري ریاست په وینا افغانستان به له اروپا سره ونښلوي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني په ارگ کې د افغان محصلینو د استازو سره په کتنه کې وویل "افغانستان په ځانگړو هیوادونو باندې له تکیه کولو وتلی او اوس د مرکزي اسیا، نه جلا کیدونکی جز شوی دی".

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي او امنیتي ستونزې چې تل په وچه کې د پروت افغانستان پرمخ د سرحدي دروازو د تړل کیدو سره جوختې وی. د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو وزارت وايی د پاکستان سره اوږدمهاله ترازیتي ستونزې ددې سبب شوې چې افغانستان د نویو ترانزیتي او تجارتي لارو په لټه کې شي.

د سوداگرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي د امریکا غږ ته وویل چې د منځنۍ آسیا د هیوادونو په ځانگړې توگه د ازبیکستان له لارې تجارت د پاکستان په پرتله افغانستان ته ارزانه تمامیږي.

د افغانستان جمهور رئیس په وار وار ژمنه کړې چې افغانستان د منځنۍ اسیا په تجارتي څلور لارې بدل کړي. د سوداگرۍ وزارت ویاند ښاغلی قوقندي ددې خبرې په تائید سره وایي چې اوس افغانستان د منځنۍ اسیا له لارې د ازبیکستان، قرغزستان او چین او همداشان د ترکمنستان، ازربایجان، جورجیا او ترکیې له لارې اروپا سره وصلیږي.

ښاغلي قوقندي وویل د ترانزیت او سوداگرۍ پر وړاندې د پاکستان دریځ ددې سبب شو چې د نورو لارو په لټه کې شي. هغه زیاتوي چې د ټولو هیوادونو پر وړاندې د سوداگرۍ وزارت او په کلي توگه د افغانستان نظر دادی هغه سیاست او تجارتي او ترانزیتي پالیسي چې "مونږ د سیمې د هیوادونو په اړه لرو، هغوی هم همدا ډول له مونږ سره باید چلند وکړي او پاکستان ته زمونږ پیغام هم تل تر ډیره همدا دی چې په مختلفو بهانو اقتصادي مسایل د امنیتي او سیاسي مسایلو سره ونه تړي".

افغانستان په ١٩٦٥ کې د پاکستان سره هغه وخت یوه موافقتنامه لاس لیک کړه چې د افغانستان شمالي گاونډیان په یو تړلي بازار کې بند وو او هغه موافقه د پاکستان په گټه وه، خو د ښاغلي قوقندي په وینا د اپتا په نامه هغه موافقه چې په ٢٠١٠ کې د پاکستان سره وشوه د دواړو هیوادونو په گټه وه، اما د هغه په خبره د موافقې نه د مختلفو برداشتونو په وجه اوس هم ستونزې موجودې دي.

د سوداگرۍ وزارت ویاند چین ته د جمهور رئیس غني وروستي سفر ته اشاره وکړه چې په ترڅ کې یې د شیرخان بندر او هرات ترمنځ د ریل گاډي د پټلۍ د غزولو په اړه هم توافق شوی دی.

XS
SM
MD
LG