د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان صادرات ۳۲ فیصده زیات شويدي


د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ادارې او مالي معین اجمل عبدالرحیمزی وایي، افغان حکومت د صادراتو او وارداتو ترمنځ د انډول د رامنځ ته کیدو لپاره، د صادراتو یوه پنځه کلنه ملي ستراتیژي ترتبیت کړې، چې له مخې د تیرکال پرتله بهرته د افغانستان د صادراتو کچه په تیرو اتو میاشتو کې ۳۲ فیصده لوړه تللې ده.

ښاغلي عبدالرحیمزي وویل " د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې د افغانستان صادرات د تیرکال د لومړیو اتو میاشتو پرتله شاوخوا ۳۲ فیصده زیاتوالی شيي، چې دا افغان حکومت ته د سوداګرۍ د سکټور په برخه کې یو ښه لاس ته راوړنه ده".

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ د وزارت د شمیر له مخې په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان د صادراتو کچه د ۲۰۱۶ کال پرتله ۱۶۹ میلیونه ډالره لوړه تللې وه.

د صنایعو او سوداګرۍ د وزارت دغه چارواکی وايي، چې افغانستان د ګاونډیو هیوادونو سره د د سوداګرۍ د پیاوړي کیدو لپاره کار کوي، چې ورسره تمه ده، د افغانستان د سود اګریزو توکو صادر ات به نور هم زیات شي.

افغانستان د تیر۲۰۱۷ کال د جون د میاشتې راپه دیخوا یو شمیر هیوادونو ته د هوايي ډهلیز د پروژو د پرانیستلو له لارې هڅه کړې، چې د افغان سوداګرو توکې په ارزانه بیعه بهر ته واستوي.

په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان د صادراتو کچه د ۲۰۱۶ کال پرتله ۱۶۹ میلیونه ډالره لوړه تللې وه.
په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان د صادراتو کچه د ۲۰۱۶ کال پرتله ۱۶۹ میلیونه ډالره لوړه تللې وه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال احمد توفیق داوري، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې بهر ته د افغانستان تولیداتو صادرات زیات شوي، چې د دغو صادراتو لویه برخه یې اوچه او تازه میوه، کبي نباتات او ترکاری جوړوي.

ښاغلي داوري وویل، چې تیرکال د شاوخوا ۸۷۰ میلیونو ډالرو په ارزښت افغانستان بهرنیو هیوادونو ته خپل تولیدات صادرکړي وو.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د اټکل له مخې سږکال به د صادراتو کچه شاوخوا یو ملیارد ډالرو ته لوړه شي.

افغانستان د خپلو صادراتو پرتله ډیر زیات توکې له بهر څخه واردوي، چې اوسمهال په کال کې شاوخوا اته ملیاردو ډالرو ته رسږي. د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ د وزارت د شمیر له مخې څلورکاله وړاندې د وارداتو پرتله د افغانستان صادرات یوازې درې فیصدو ته رسیدل.

اوس مهال افغانستان د د پاکستان د کراچۍ د بندر سربیره د ایران اود خپلو شمالي ګاونډیو هیوادونو له لارې هم له بهر د اړتیا وړ توکې افغانستان ته واردوي او همداشان په یوه کمه اندازه خپل صادرات هم بهرنیو هیوادونو ته استوي.

خو د چارو د ا کارپوهان دا ګڼي، چې د افغانستان- هندوستان، ترکیې سره د هوايي دهلیزونو له لارې ډیر افغانستان تولیدات بهرنیو مارکیټونو ته لاره موندلې ده.

افغان حکومت وايي، د هوایي دهلیزونو د بهیر له پیل څخه تر ننه یوازې د هندوستان دوه ښارونوته په ۱۶۹ الوتنو کې د کابل او کندهار له ښارونوڅخه ۲۷۵۱ ټنه توکې لیږدول شوي، چې ۵۶ میلیونه ډالره یې ګټه تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG