د پاکستان د ډان ورځپاڼې ليکلي ، د يو قرارداد له مخې افغانستان غواړي دپاکستان له لارې د هند نه يونيم ميليون ټنه غنم وارد کړي.
ددې خبر په اوريدو پاکستاني سوداگرو د احتجاج په ترڅ کې د پاکستان له حکومت نه وغوښتل ترڅو افغانستان ته دې د هند څخه د پاکستان له لارې دغنمو د واردولو مخه ونيسي ترڅو د دوي سوداگريزې چارې زيانمنې نشي، ترڅو افغانستان خپل د اړتيا وړ غنم دپاکستان څخه تر لاسه کړي نه دهندوستان نه.
موږ په دې اړه د افغانستان د تجارت وزارت د مرستیال ښاغلي مزمل شینواري سره مرکه کړیده،چې دلته ېې اوریدی شئ.