د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت سم روان دی


ناټو: د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت سم روان دی
ناټو: د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت سم روان دی

په افغانستان کې د ناټو د روزنې د ماموریت چارواکي وايي چې دوی خپل ماموریت تر دم ګړۍ پنځوس فیصده بشپړ کړی او تر دوه زره څوارلسمه به روان ماموریت ته دوام ورکړي او که ترهغه وروسته د ماموریت غزولو غوښتنه وشي دوی حاضر دي د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته به ادامه ورکړي.

د ناټو د روزنې د ماموريت د قومندان مرستیال جنرال مایکل ډي، نن په کابل کې خبریالانو ته وویل د دوی ټوله پاملرنه داده چې تر دوه زره او څوارلسم کاله د ملي اردو شمېر او تجهیز پوره کړي.

جنرال مایکل ډي وايي په افغان امنیتي ځواکونو کې د بې سوادۍ ستونزه دوی ته لوی ګواښ دی خو د لیک او لوست زیات پروګرامونه لري، هغه وايي دا مهال درې زره ښوونکي په روزنه بوخت دي او تر دوه زره او څوارلسمه د یو سلو اویا زره پوځ ښوونه په دومره لږ وخت کې په خپله یوه ستونزه ده ولې د کار مخه یې نه نیسي.

XS
SM
MD
LG