د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سوداګرو په بیلابیلو بندرونو ۵۰۰۰ کانتینره ځای پر ځای درولي دي


.
.

د خصوصي سکتور برخې مسولین وایي، چې افغان حکومت له چین څخه په واریدیدونکو توکو ګمرکي محصول یا تعرفه په بیسارې ډول لوړه کړې ده.

یو شمیر سوداګرو د حکومت پر دغه کار اعتراض کړی او په تورځم، سپین بولدک، حیرتان، فراه او هرات ولایتونو کې ۵۰۰۰ کانتینرونه درولي دي.

دغه سوداګر وایي، چې حکومت وړاندې له چین څخه د وارداتي کانتینر پر سره ۱۵۰ زره افغانۍ محصول اخیسته چې دا شمیر اوس ۴۵۰ زرو ته رسیدلی دی.

د صنایعو او سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزي د سې شنبې په ورځ په همدې اړه وویل چې حکومت باید د سوداګرو دغې ستونزې ته د حل لاره پیدا کړي ځکه هر ورځ دوې له دوه میلیونو ډالرو زیان سره مخ دي.

"د افغانستان په بندرونو کې له ۵ زره نه ډیر کانتینرونه ولاړ دي او هره ورځ دوه میلیونه ډالر افغان سوداګرو ته زیان اوړي، موږ هیله لرو چې د سوداګرۍ او مالیې وزیر سره کینې او زموږ دا ستونزه حل کړي".

سوداګر له حکومت څخه غواړي چې حد اقل تر شپږو میاشتو دې دغه تعرفه له دوې څخه نه اخلي.

دوې وایې، چې حکومت له دوې سره په دې اړه مخکې کومه ناسته او مشوره نه درلوده.

سوداګر له حکومت څخه غواړي چې حد اقل تر شپږو میاشتو دې دغه تعرفه له دوې څخه نه اخلي.
سوداګر له حکومت څخه غواړي چې حد اقل تر شپږو میاشتو دې دغه تعرفه له دوې څخه نه اخلي.

یو سوداګر حاجي مومند په دې اړه وایي"ددې کانتینرو محصول چې وه پخوا یو لک او پنځلس زره وه او اوس څلور لکه او پنځوس زرو ته رسیدلی دی دا په کوم قانون کې دی.زموږ غوښتنه داده چې حکومت د جدي پاملرنه وکړي او تر شپږ میاشتو دې دا مالونه په زره تعرفه وچلیږي بیا به موږ له دوې سره کینو او یو کمیسیون دې په دې اړه جوړ شي".

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وایي، چې که څه هم په دې اړه یې له سوداګرو سره خبرې کړي دي او ډیر ژر به له مالیې وزارت سره یو ځای دغه ستونزه حل کړي.

د دغه وزارت مرستیال اجمل حمید عبدالرحمیزی په دې اړه وایي"د کندهار، هرات او فراه یو شمیر سوداګرو وزارت ته مراجعه کړې وه او موږ ورسره یوه ناسته درلوده.دغه موضوع مو مالیې وزارت ته هم ورسوله".

خو د مالیې وزارت د عامه اړیکو مشر او ویاند شمروز خان مسجدي امریکا غږ ته وویل،چې دغه کار له خصوصي سکتور سره په همغږۍ کې شوی دی.

ښاغلي مسجدي زیاته کړه، چې د تلې له میاشتې وروسته به، ګمرکي تعرفې د کانتینرونو په اساس نه بلکې د ګمرکونو د قانون پر اساس به پر جنسونو قیمت ولګول شي.

په داسې حال کې، چې افغان حکومت پر صادراتي مالونو ګمرکي تعرفه نه ده لګولې خو سوداګرو په همدې اعتراض کې د وارداتي مالونو تر څنګ صادراتي مالونه هم درولي دي.

XS
SM
MD
LG