سپنې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ ( جولاۍ ٢٠) اعلان وکړ چې جمهور رئیس دونالد ټرمپ په افغانستان کې جان باس د امریکا د فوق العاده سفیر په توگه چې مکمل صلاحیتونه به ولري ټاکلی دی.
ښاغلی جان باس د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې پخوانی او با تجربه لوړپوړی ډپیلوماټ دی. هغه د کال ١٩٨٨راهیسې د امریکا په بهرینو چارو وزارت کې د ډېپلوماټ په حېث کار شروع کړی دی.
اوس مهال هغه په ترکېې کې د ٢٠١۴ کال هیسې د امریکا د سفیر په توگه کار کوي. ښاغلی باس د ٢٠٠٩ څخه تر ٢٠١٢ کال پورې په گرجستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر و.
د سپنې ماڼۍاعلامیه کې راغلي چې ښاغلی باس په تیرې یوي لسیزې کې په عراق، سورېې او په جنوب لویدیځي اسیا کې د تروریزم او د بي ثباتې پر ضد مبارزه کې زیات او مهم نقش درلودلی دی.
هغه د ملک نه بهر شپږ امریکاېې ماموریتونه کړي او دغه راز ېې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې په لوړو دندو هم کار کړی دی.
ددی نه علاوه ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزارت پنټگان ته هم ورغلی و او هلته ېې د تړلو دروازو تر شا د امریکا د دفاع وزیر جیمز میتس او د دفاع وزارت د نورو چارواکو سره د افغانستان او د داعش پر ضد مبارزې په گډون په یو شمیر مهمو مسایلو خبرې وکړې.
ښاغلي ټرمپ افغانستان ته د نورو ځواکونو د لیږلو په اړه د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل "موږ به وگورو، او موږ د اسلامی دولت د ډلی پرضد ډیر زیات پرمختگ کړی دی. د اسلامی دولت ډله به ژر ماته وخوري".