د لاس رسي وړ اتصالات

د ۱۴ کلنو فوټبال اتلولۍ؛ افغانستان ترکمنستان ته هم یو-صفر ماتې ورکړه


د افغانستان د ۱۴ کلنو د فوټبال لوبډله
د افغانستان د ۱۴ کلنو د فوټبال لوبډله

د افغانستان د فوټبال د ۱۴ کلنو ځوانانو لوبډلې نن دوشنبه نومبر ۱۴ (عقرب۲۳) ترکمنستان ته یو-صفر ماتې ورکړه.

دا د منځنۍ اسیا د هېوادونو د اتلولۍ سیالۍ دي چې په تاجیکستان کې روانې دي.

افغانستان تر دې مخکې ایران ته هم یو-صفر ماتې ورکړې وه. افغانستان دوې نورې لوبې هم لري چې له تاجیکستان او اوزبیکستان سره دي.

له ایران سره تر لوبې مخکې د افغانستان د ځوانانو د ملي لوبډلې روزونکي ظاهر حسیني په یوه خبري غونډه کې ویلي‌ وو چې افغانستان د منځنۍ اسیا ټیمونو د ځوانانو په ګروپونو کې ښه پرمختګ کړی او ښې لوبې به کوي.

XS
SM
MD
LG