د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ؛ افغان ۱۹ کلنې لوبډلې د عمان له ۱۹ کلنو لوبډلې څخه د لوبو لړۍ وګټله

د افغانستان د ۱۹ کلنو  لوبډله
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله نن جمعه (اکتوبر۳۰) د عمان له ۱۹ کلنو له لوبډلې څخه د دویمې لوبې په ګټلو سره د دوو لوبو د لړۍ ګټونکې شوه.

افغان ځوانانو په ټاکل شویو ۵۰ اوورونو کې د ۴۶۳ منډو هدف وټاکه، خو د عمان د ۱۹ کلنو لوبډلې یوازې ۹۷ منډې وکړې او افغانستان د ۳۶۵ منډو په توپیر لوبه وګټله.

په افغان توپ اچوونکو کې د لوبډلې مشر سهیل خان پنځه، نورعلي نیازي دري، عبدالله همدرد او بلال خان یو یو مخالف لوبغاړي وسوځول.

په افغان توپ وهونکو کې طاهر رسولي ۱۳۲ منډې وکړي. ده تېرې لوبې کې هم څه باندې ۱۷۰ منډې کړې وې. په همدې توګه دی د افغانستان او عمان ترمنځ د دغو سیالیو غوره توپ وهونکی شو.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې تر دې مخکې له بنګله دېش هم د څلورو یوې ورځنیو لوبو لړۍ ۲-۲ مساوي پای ته ورسوله.

افغانستان به څو ورځې وروسته په عمان کې د ۱۹ کلنو د لوبډلو د اسیا کپ په سیالیو کې ګډون کوي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG