د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اعدام قضیې د اندېښنې وړ بللي دي


دملگرو ملتونو د بشری حقوقو رئېسې په افغانستان کې د 14 زندانیانو اعدام په دې اونۍ دغټې اندېښنی وړ کار بللی دی. دافغانستان ولسمشر حامد کرزي دهغو محکوم شویو کسانو اعدامول منظور کړل چې د سې شنبې او د چارشنبی په ورځ د څرخي پله په زندان کې اعدام شول.


پرون د چارشنبی په ورځ دنیویارک ټایمز ورځپاڼې د ولسمشر کرزي د قانوني سلاکار نصرالله ستانکزي له قوله ولیکل: "... په دغو جنایتکارانو کې اته تنه د سې شنبې په ورځ له ماسپښین نه وروسته په دار وځړول شول. په دغو جنایاتو کې چی هغوي پرې محکوم شوی وو، قتل ، دماشومانو تښتونه، له هېواد سره خیانت او په جنسی تیری شامل دي."

دملگرو ملتونو د بشري حقوقو دغې نړېوالې موسسې ویلي دي چې دافغانستان د حکومت عدلي نظام په دوامداره توگه په دې کی پاتی راغلی دی چی نړیوال معیارونه په محاکمه کولو کې مراعت کړي. همدارنگه هغه ټول مراحل تعقیب کړي چې دافغانستان د قانون سره سمون خوری.


دملگرو ملتونو د بشري حقوقو د نړېوالې موسسی رئېسې نې وي پیلې وویل چې افغانستان له څو لسیزو راهیسې ډېر کړاوونه گاللي دي او په دې ترڅ کې دخلکو حقوق تلف سوي دي چې په هغوي کې د بشر بنیادي حقوق شامل دي—نوله همدې امله پکارده چې بشري حقوق په دغه هیواد کې چې مرگ ژوبلې او تشدد ځپلی دی بېرته اعاده سي.

هغې ولسمشر کرزی دېته وهڅاوه چې دا څرگنده کړی چې د قانون تعمیل د بښنی ، ترحم او بشري عاطفې په ښودلو سره هم سرته رسېږي. هغوي وویل چې په دې توگه به افغانستان هم په نړیوال دود کې شامل شي چې دمرگ د سزا سره مخالف دی.
XS
SM
MD
LG