د لاس رسي وړ اتصالات

رباب فاطمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت مشري پر غاړه واخیسته

 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشره
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشره

رباب فاطمه دا دنده په داسې حساس وخت کې پیل کوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره غځولی، خو د دې ماموریت د راتلونکو لومړیتوبونو او فعالیتونو د ستراتیژیکې بیاکتنې غوښتنه یې هم کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش بنګله‌دېشۍ ډیپلوماټه رباب فاطمه د افغانستان لپاره خپله نوې ځانګړې استازې ټاکلې ده.

ملګرو ملتونو د جولای په ۱۵مه، د چهارشنبې په ورځ، په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې رباب فاطمه به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشري پر غاړه ولري.

دا ټاکنه هغه مهال نهایي شوه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هېڅ غړی هېواد پدې ټاکنې اعتراض ونه کړ.

رباب فاطمې د قرغزستان د پخوانۍ ولسمشرې او بهرنیو چارو وزیرې روزا اوتونبایوا ځای ناستې شوه چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې په توګه یې دنده د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې پای ته ورسېده.

له هغه وروسته، د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو د مرستیالې ځانګړې استازې جورجیت ګانیون په موقتي ډول دا دنده پر مخ وړله.

رباب فاطمې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي د مرستیالې په توګه دنده لرله او د تر ټولو لږو پرمختللو، په وچې محاط او کوچنیو ټاپووزمو هېوادونو لپاره د لوړې کچې استازې پاتې شوې ده.

هغه د نړیوالو عامه خدمتونو په برخه کې له ۳۰ کلونو زیاته تجربه لري چې ډیپلوماسي، پالیسۍ جوړونه، د حقونو ملاتړ او د پروګرامونو پلي کول پکې شامل دي.

میرمن فاطمې له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د بنګله‌دېش د سفیرې او دایمي استازې په توګه دنده ترسره کړې.

په همدې موده کې، هغې په ۲۰۲۰ کال کې د یونیسف د اجرائیوي بورډ او د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې د بورډ مشري وکړه او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام، د نفوس د صندوق او د پروژو د خدماتو ددفتر اجرائیوي بورډ مرستیالې په توګه هم کاري تجربه لري.

نوموړې په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو د سولې جوړونې کمېسیون مشرۍ ته د لومړنۍ ښځینه مشرې په توګه وټاکل شوه او د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۷مې دورې د مرستیالې په توګه یې هم دنده ترسره کړې ده.

رباب فاطمه د مسلکي ډیپلوماتې په توګه مخکې په جاپان کې د بنګله‌دېش سفیره وه او د خپل هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کې یې د عمومي مدیرې په توګه هم کار کړی دی.

هغې په نیویارک، جنیوا، بیجینګ او کلکته کې هم ډیپلوماتیکې دندې ترسره کړې دي.

د هغې احتمالي ټاکنه په داسې وخت کې کېږي چې یوناما د خپل راتلونکي رول د بیا ارزونې له پړاو سره مخ ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جون د ۱۵مې نېټې په پرېکړه کې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۷ کال د جون تر ۱۷مې پورې وغځاوه. په دې پرېکړه کې د ماموریت د ستراتیژیکې بیاکتنې غوښتنه هم شوې او تمه ده چې راپور یې د ۲۰۲۷ کال تر مارچ پورې وړاندې شي.

دا بیاکتنه به د یوناما رول، لومړیتوبونه او د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د خپل ماموریت د ترسره کولو وړتیا وارزوي او رباب فاطمه به د طالبانو سره د نړیوالو اړیکو په یوه مهم پړاو کې د ملګرو ملتونو د تعامل په مرکز کې ودروي.

ملګري ملتونه داسې مهال د افغانستان لپاره یوه میرمنه د ځانګړې استازې په توګه ټاکلې چې په افغانستان کې د افغان میرمنو د حقونو په تړاو د نړیوالې ټولنې اندېښنې زیاتې شويدي او په هغه هیواد کې دننه میرمنې، په ځانکړې توګه د نړیوالو مخکښو ښځینه چارواکو څخه د ملاتړ تمې لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG