د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ۱۹ کلنو د اسیا په کچه د کرکټ تاریخي اتلولي وګټله


د افغانستان نوولس کلنو کرکټ ملي ټيم نن په اسانه لوبه کې خپل سیال پاکستاني ټیم ته ماتې ورکړه.
د افغانستان نوولس کلنو کرکټ ملي ټيم نن په اسانه لوبه کې خپل سیال پاکستاني ټیم ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ د نوولس کلنو لوبډلې د اسیا په کچه په لومړي وار د نوولس کلنو کپ وګټه او دا لومړی وار دی، چې یو تازه بشپړ غړیتوب لرونکی هیواد د کرکټ په تاریخ کې اسیايي کپ ګټي.

افغان نوولس کلنو لوبډلې په فاینل کې پاکستان ته په ۱۸۵ منډو ماتې ورکړه او پدې سره د کرکټ د اسیايي شورا د ځوانانو د کپ وړونکي شول.

دا لوبې چې په مالیزیا کې کېدې، افغانستان او پاکستان نن د کنرارا په لوبغالي کې سره مخ شول، پاکستان پچه وګټله خو د بولینګ پرېکړه یې وکړه.

افغان بېټسمینانو ښه پيل درلود، د دې لوبې غوره لوبغاړی اکرام علي خیل وو، هغه ۱۰۷ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو. رحمان الله ګربز ۴۰، ابراهیم ځدراڼ ۳۶ او داریوش رسول بیا ۱۸ منډې وکړې.

افغانستان پاکستان ته د ۲۴۹ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان لوبډله بیا په ۶۳ منډو ټوله په درویشتم اوور کې وسوځېده.

د افغانستان غوره بالر مجیب الرحمن وو، هغه د پاکستان پنځه لوبغاړي وسوځول او یو یې رن اوټ کړ.

قیس احمد کامه وال هم ښه بولینګ وکړ او د پاکستان درې لوبغاړي یې وسوځول.

اکرام علي خیل د لوبې غوره لوبغاړی او مجیب الرحمن بیا د ټورنمنټ غوره لوبغاړی شو.

افغان نوولس کلنو کپټان نوین الحق دا بریا د ټول افغانستان بریا وګڼله.

دا لومړی وار دی، چې افغانستان په کچه په اسیا کې دومره ستره بریا خپلوي.

پدې ټورنمنټ کې افغانستان د ګروپ په سیالیو کې هم پاکستان مات کړی وو.

XS
SM
MD
LG