په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) وایي چې افغانستان په نړۍ کې درېیم هېواد دی چې د جګړو څخه پاتې شوي چاودېدونکي توکي په کې ډېر خلک وژني، او دا مواد په پراخه کچه اوس هم په دې هېواد کې موجود دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د یو وروستي راپور په اساس، هره میاشت شاوخوا ۵۴ کسان په افغانستان کې د جګړې څخه د پاتې شویو چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د "ځمکني ماینونو د څار ادارې" پخپل ۲۰۲۵ راپور کې ویلي وو چې په ۲۰۲۴ کې ۶۲۴ کسان په افغانستان کې د ماینونو د چاودنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و چې له دې ډلې څخه ۷۷فیصه قربانیان ماشومان وو.
یوناما وايي په داسې حال کې چې په افغانستان کې د چاودېدونکو موادو او ماینونو د پاکولو لپاره، لا زیاتو ماین پاکوونکو ته بیړنۍ اړتیا ده، د پیسو کمښت په دې معنا دی چې د "ملگرو ملتونو په مشرۍ ډله، ورځ تر بلې کمېږي".
د یوناما د ماین پاکونې د څانګې مشر، نېک پانډ، په وینا: "په ۲۰۱۱ کې ۱۵زره کسانو د ماین پاکونې په برخې کې کار کولو، اوس یوازې ۱۳۰۰ کسان کار کوي."
یوناما ویلي چې ملګري ملتونه په د ماین پاکوونکي غیردولتي سازمانونو د مالي ملاتړ غوښتنې او په افغانستان کې د لسیزو جګړو څخه د پاتې شویو چاودېدوننکو موادو د خطرونو په اړه پوهاوي ته به دوام ورکړي.
فورم \ دبحث خونه