د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ یا (یو ان اچ سي آر) ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو دوامداره ستنیدو په افغانستان کې پر سرحدي تاسیساتو او بشري مرستو زیات فشار راوړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې پخپل تازه سیمهییز راپور کې چې د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې لپاره خپور شوی، ویلي چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو ستنیدو د میاشتې په اوږدو کې یو دوامدار بهیر دی چې د تورخم په ګډون په مهمو سرحدي دروازو کې د مرستو او د راتلونکو کسانو د منلو په ظرفیتونو یې فشار ډیر کړی.
په ورته وخت کې، په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت لا خراب شوی دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له راهیسې افغان کډوال له زیاتېدونکي اقتصادي فشار، د خدماتو محدود لاسرسي، د اسنادو ستونزو او د کورونو څخه د ایستل کیدو له زیاتوالي سره مخ دي. دا فشارونه د رواني او ټولنیزو ستونزو د زیاتېدو او د ډېرو کورنیو له خوا د زیانمنو تګلارو د کارولو لامل شوي دي.
دې ادارې رپوټ ورکړی چې په پاکستان کې د مې میاشتې په جریان کې د نیونو او توقیفونو شمېر کم شوی، چې یو لامل یې د لوی اختر رخصتي او د قانون پلي کولو لنډمهاله نرمښت بلل شوی دی. اداره زیاتوي چې د دې کمښت سربیره، لا هم ګڼ شمېر افغانان هیواد ته ځي.
اداره زیاتوي که څه هم چې د اپرېل د ۸ نېټې له اوربند وروسته د جګړې مستقیم خطرونه کم شوي، خو اندېښنې اوس د اوږدمهاله اقتصادي ستونزو او قانوني ناامنۍ پر لور اوښتي دي.د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وینا، ځینې ایستل شوي افغان نارینه بېرته پاکستان ته له غیر قانوني لارو ورځي، څو خپل معیشت وساتي او اکثره په پټه ژوند کوي او د پټ پاتې کېدو لپاره پر غیر رسمي لارو تکیه کوي.
په اسلام آباد او پنجاب کې د چاپو، د اسنادو د کتنو، باج اخیستنو او د کورونو د ایستلو عملیاتو افغان ټولنو ته ویره پیدا کړې، د پولیسو زیاتې څارنو او نیونو د خوندیتوب اندېښنې زیاتې کړې دي او ځینې یې پټ ژوند ته اړ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي چې د پراخو راستنېدنو، اقتصادي ستونزو، قانوني ناامنۍ او امنیتي اندېښنو ګډ فشارونه په ټوله سیمه کې د افغانانو لپاره جدي بشري او د خوندیتوب ننګونې رامنځته کړي.
فورم \ دبحث خونه