د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: ټولو ولایتونو کې پوهنتونونه جوړوو


افغانستان: ټولو ولایتونو کې پوهنتونونه جوړوو
افغانستان: ټولو ولایتونو کې پوهنتونونه جوړوو

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې په راتلونکو پنځه کلونو کې د هیواد په ټولو ولایتونو کې پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسی پرانیزي.
د لوړو زده کړو د وزارت مرستیال واېي، پدې پروګرام کې هغه ولایتونه لومړیتوب لري چې تر اوسه پکې نه پوهنتون او نه کومه بله د زده کړې بنسټ جوړ شوی.

بری صدیقي واېي په لمړي گام کې به په فراه، غور، پنجشیر او روزګان ولایتونو کې دا پروګرام پلی شي. ښاغلي صدیقي په کانکور ازموینه کې د ۱۶۰ زرو زده کوونکو د ګډون یادونه وکړه او وې ویل چې د یاد شوي شمیر نه ۳۵ زره یې په پوهنتونونو او تحصلیي موسسو کې او پاتې نور به یې په نیمه عالي بنسټونو کې جذب شي.

XS
SM
MD
LG