د لاس رسي وړ اتصالات

د لغمان په ولایت کې دوه چاودنې شویدي


د لغمان په ولایت کې دوه چاودنې شویدي
د لغمان په ولایت کې دوه چاودنې شویدي

افغان مامورین وایي چي په بایسکلونو پوري تړل شوي بمونه نن د افغانستان په ختیځو دوو سیمو کي وچول سول.

چارواکو وویل چي یوه چاودنه د لغمان په ولایت کي وشوه، درې کسه یې ووژل او ٢٥ کسه یې زخمي کړل. په وژل سوو کسانو کي یو ماشوم او یوه ښځه هم وه.

او یوه بله چاودنه هم دې ځای ته نژدې وسوه چي لږ تر لږه څلور کسه یې زخمي کړي دي.د فرانسې خبري آژانس وایي چي په دې چاودنه کي یو تن وژل سوی دی او طالبانو ویلي دي چي دغه دواړي حملې دوی کړي دي.

XS
SM
MD
LG