د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د القاعدې ستر مرکز وران شو


امریکايي چارواکي وايي دا د افغانستان په ۱۴کلنې جګړې د القاعدې تر ټولو لوی مرکزونه دي چې په نښه کیږي.
امریکايي چارواکي وايي دا د افغانستان په ۱۴کلنې جګړې د القاعدې تر ټولو لوی مرکزونه دي چې په نښه کیږي.

هغه امریکایي نظامي چارواکي چې په افغانستان کې د امریکا د جگړې مسئولیت په غاړه لري ویلي دي چې امریکایي قواو د القاعدې د روزني په تر ټولو لویو کمپونو باندي بریدونه کړي دي.

چارواکي وايي دغه مرکزونه تر ټولو لوی مرکزونه وو چې د افغانستان په ۱۴ کلنه جگړه کې په نښه کیږي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان جان کیمپ بیل په یوه رپوټ کې چې په واشنگټن پوسټ ورځپاڼه کې خپور شوی، ویلي دي چې په دې حملو کې په لسگونو امریکایي هوایي حملې شاملي وې.

دغه راز د ښاغلي کمبل په وینا په دغو عملیاتو کې د خاصو عملیاتو ٢٠٠پوځیانو هم برخه درلوده.

په راپور کې راغلي چې په بریدونو کې د القاعدې شاوخوا ١٦٠جگړه ماران وژل شوي دي.

جان کمبل وویل چې دا عملیات د اکتوبر د میاشتي په ١١مه یا د دغې نېټې نه وروسته د پاکستان سره پر ګډه پوله د افغانستان جنوبي سرحد ته نژدې په ٨٠ کیلومترۍ کې شوي دي.

ویل کیږي چې دغه کمپونه له یوه کال راهېسې دغلته فعاله وو .

د پېښې دقیق ځای ښودل شوی نه دی، خو وړاندې افغان امریکايي چارواکو ویل چې په جنوبي وزیرستان کې د القاعدې او طالبانو د روزنې لوی مرکزونه شته دي چې د چارواکو په خبره هغوی په افغانستان کې د جنګ لپاره جګړه ماران روزي او په افغانستان کې بریدونه پلانوي.

XS
SM
MD
LG