د لاس رسي وړ اتصالات

تر 2014 کاله وروسته هم نړیوالو مرستو ته اړتیا لرو، وردګ


تر 2014 کاله وروسته هم نړیوالو مرستو ته اړتیا لرو، وردګ
تر 2014 کاله وروسته هم نړیوالو مرستو ته اړتیا لرو، وردګ

افغانستان وايی دوی د امکانی خارجی خطرونو په وړاندی نړېوالی مرستی ته ضرورت لری په تېره هغه وخت چې په 2014 مېلادی کال کې دناټو نړېوالی قواوی له افغانستان څخه ووزی.

دافغانستان ددفاع وزېر رحېم وردګ دسه شنبی په ورځ ووېل په داسی حآل کې چې دهېواد امنېتی قواوی د طالبانو اونورو ېاغېانو په وړاندی ددفاع قدرت اوقابلېت لری، خوسره له دې هم نورو پرمخ تللو وساېلو ته لکه جنګی جېټ الوتکېو ته ضرورت لری چی له هېواد نه د بهرنی اشغالګری قواو په وړاندی دفاع وکړی.

دافغانستان ددفاع وزېر عبدالرحېم وردګ دهغو امکانی خطرونو نومونه وانخېستل خو دافغانستان او پاکستان ترمنځ تشنج په دې نېژدی مېاشتوکې زېات شوېدی.

دافغانستان ددفاع وزارت په کابل کې خبرېالانو ته ووېل کله چې نړېوالی قواوی له افغانستان څخه په راتلونکېو دری کلو نو کې ووزینو ددې هېواد پوځ او پولېس تقرېبا 5 بلېونو ډالرو ته دکال ضرورت لری .

رپوټ وايی بهرنی قواوې په افغانستان کې په دې لګېادی په ځېنی سېموکې امنېتی مسوولېتونه افغان قواو ته ورسپاری.

له بلې خوا:

د امریکا ددفلع وزیر لیان پنېته وایي دی پدی باور دی چی د افغانستان په پوځی ماموریت کی د ناتوشامل غړی هیوادونه تردوه زره څورالسم پوری د هغه هیواد څخه د ناتو د پوځی ځواکونو په ایستلو کې متعهد دي خو پدی وروستیووختونوکې ددی ځینو هیوادونو د خلکو ترمنځ نارصآیتی را پېدا شوی دی.

تر اوسه پوری په افغاسنان کی دناتو د پوځی ځواکونو د شتون څرنګوالی واضحه او څرګند ندی خو ښاغلی پنیتا وویل چی پدی اړه او د افغانستان سره د ستراتیژیک تړون په سر د هغوی خبری دوام لري.

په ېوه بل خبر کې، دافغانستان دجمهوررئیس حامد کرزي، دفتر پرون د دوشنبی په ورځ وویل، جمهوررئیس له ناټو نه وغوښتل چې دپخوانی سناتور سمیع جان شیرزاد دکورنۍ د درو غړو دوژلو په باره کې معلومات ورکړی. دغه دری تنه دیکشنبی په سهار دوردګو دلایت په مرکزکې وژل شوی وو.

دجمهوررئیس دفتر وویل، په وژل شوو کسانوکې دوه ښځی وی او ددغو عملیاتو په وخت کې دشیرزاد دکورنی دوه غړی بندیان شوی وو.

له بل پلوه ، د افغانستان په شمال کې یوه ځانمرګه برید کونکي د فاریاب د ولایت د استخباراتو پر ریْس سید احمد سادات باندې برید وکړ. خپله سادات په دې برېد کې ټپي شوی دی او یو ماشوم وژل شوی دی.

محلی پولیس وايي چې ځانمرګه برید کونکي د فاریاب ولایت د میمنې په ښار کې خپل چاودیدونکي توکي هغه مهال وچول چې د ښاغلي سادات دموټرو قطار ته ورنږدې شو. په پېښه کې یو ماشوم وژل شوی دی او لږ تر لږه ۴ کسه نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې یادشوی چارواکی د خپل دفتر پر خوا روان و.

XS
SM
MD
LG