د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال مکرسټل له پوځ نه استعفا کوي


جنرال مکرسټل له پوځ نه استعفا کوي
جنرال مکرسټل له پوځ نه استعفا کوي

په افغانستان کې د امریکا او ناټو قواوو پخواني عمومي قوماندان ستر جنرال سټنلي مکرسټل چې تیره اونۍ یې له خپلې دندې استعفاه وکړه پوځ ته یې ویلي چې غواړي تقاعد وکړي.

د امریکا د پوځ ویاند ډګروال تامس کولنز د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې جنرال مکرسټل پوځ د خپلې پریکړې نه خبر کړیدی خو تر اوسه یې د استعفاه رسمي پاڼې ندې وړاندې کړي.

ستر جنرال سټنلي مکرسټل وروسته تر هغې دیته اړ شو چې له خپلې دندې استعفاه ورکړي کله چې هغه او څو تنو همکارانو یې په یوې مجلې کې داسې څرګندونې کړې وې چې د جمهور رییس اوباما ځینو حکومتي چارواکو ته پکې سپکاوی شوی ؤ.

د امریکا جمهور رییس براک اوبام وویل چې هغه په زیاتې خواشینۍ سره د جنرال مکرسټل استعفاه ومنله خو زیاته یې کړه چې د هغه استعفاه په افغانستان کې د امریکا د ماموریت، د امریکا د پوځ او پخپله د امریکا د متحده ایالاتو لپاره پر ځای کار دی.

جمهور رییس اوباما د جنرال مکرسټل پر ځای د امریکا د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان ستر جنرال ډیوډ پیټریس ټاکلي دی. تمه کیږي چې جنرال پیټریس به نن د مشرانو د جرګې د تایید لپاره حاضر شي خو ویل کیږي چې هغه به د شک نه پرته د دغه مقام لپاره تایید شي.

له بلې خوا د امریکا د مرکزي استخباراتو CIA مشر ښاغلي لیون پنیتا په افغانستان کې د امریکا د ماموریت د ارزونې په اړه د د امریکا د ABC ټلویزون سره په مرکې کې وویل چې د افغانستان جدي ستونزې حکومت دارۍ، اداري فساد، د مخدره موادو قاچاق او د طالبانو بغاوت دی.

ښاغلي پنیتا ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکا اساسي مقصد د القاعده د تروریستي شبکې او د هغوي د انډیوالانو ګډوډل دي تر څو د هغوي هیڅکله پدې ونه توانیږي چې په امریکا باندې یو ځل بیا حمله وکړي. هغه زیاتوي چې پدې ماموریت کې زیات پرمختګ شویدی.

پنیتا وایي چې د طالبانو د بغاوت پر ضد پرمختګ زیات سوکه روان دی او زیاتوي چې د کامیابۍ او یا ناکامۍ مهم ټکی دا دی چې آیا افغانان به پدې وتوانیږي که نه چې اغیزمن پولیس او اردو ځای پر ځای او جوړ یې کړي.

XS
SM
MD
LG