د لاس رسي وړ اتصالات

نیکلسن: د ملا منصور وژنې طالبان له ستونزو سره مخامخ کړي


جنرال نیکلسن په کندز کې یوې غونډې ته وویل چې د ملا منصور په وژلو سره د طالبانو مشرتابه له ستونزو سره مخ شوې
جنرال نیکلسن په کندز کې یوې غونډې ته وویل چې د ملا منصور په وژلو سره د طالبانو مشرتابه له ستونزو سره مخ شوې

د قاطع ماموریت قوماندان جنرال جان نیکلسن، د سه شنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار او د دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو سره د کندز ولایت ته تللی و او هلته یې د ملي شورا او ولایتي شورا د استازو او د ولایتي چارواکو په یوه ګډه غونډه کې ګډون وکړ.

په غوڼده کې د کندز د ولایت د ملي شورا استازو د وسله والو طالبانو له کنټرول څخه ددغه ولایت د یو شمیر ولسوالیو په ازادولو او د ناامنۍ په ختمولو کې افغان او نړیوالو ځواکونو د پاتې راتللو له امله، د دغو ځواکونو په مشرانو کلک انتقادونه وکړل او د کندز د امنیتي وضعیت د ښه کیدلو لپاره یې له دغو چارواکو د کوټلو اقداماتو غوښتنه وکړه.

جنرال جان نیکلسن، ددغو انتقادونو په ځواب کې وویل، چې د هغوی قهر او غوسه درک کولی شي او خوښي یې څرگنده کړه چې د خلکو استازو ورسره ډیرې سپینې او څرګندې خبرې وکړې.

جنرال نیکلسن وویل "کاش چې دا همدومره اسان وې، چې مونږ الوتکه او یا هیلکوپتر الوزولی او دښمن سیمې څخه تښتیدلی او امنیت ټینګ شوی وای". خو هغه وویل، هیچا ته به اجازه ورنکړي، چې کندز بیا د طالبانو لاس ته ورشي.

جنرال جان نیکلسن وویل، چې له هغه وخته یې چې د ناټو په مشرۍ د قاطع ماموریت قومانداني په غاړه اخیستې ده د افغانستان په جنوب او ختیځ کې د افغان پوځ سره یې یوځای د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو د ځپلو لپاره اقدامات ترسره کړي، چې اوس یې پاملرنه د افغانستان شمالي ولایتونو ته اوړیدلې ده.

جنرال نیکلسن وویل " دوهم کار چې مونږ تر سره کړ، مونږ د پاکستان په دننه کې ملامنصور وواژه، چې دې کار د طالبانو مشرتابه د ډیرو زیاتو ستونزو سره مخ کړه".

هغه وویل، چې بل کار چې بهرنیو ځواکونو د افغان ځواکونو په ملتیا ترسره کړ، هغه د هلمند، ارزګان او د کندهار ولایتونو څخه د وسله والومخالفانو پر وړاندې دفاع وه، چې له هغې وروسته دده تر قوماندې لاندې ځواکونو د افغانستان په ختیځ کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو ځپلو ته مخه کړه " د جولاې په میاشت کې د داعش د ځپلو لپاره مو ننګرهار ته مخه وکړه او مونږ د دغې ډلې د لسګونو مشرانو په ګډون په سلکونه وسله وال ووژل او اوس د شفق عملیاتو په وروستي پړاو کې شمالي ولایتونو ته راغلي یو".

همدې غونډې ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وویل، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني دوی د دې لپاره کندز ته ورلیږلي چې ددغه ولایت د امنیت د خوندیتوب لپاره یې چې د کندزیانو سره کومې ژمنې کړي هغه پوره کړي.

ښاغلي اتمر وویل " نن زه تاسو ته ډاډ درکوم، کوم کسان چې تاسو ته مخامخ ناست دي، که چیرې د کندز په هکله په خپلو ژمنو کې ناکام شي، نو دوی شرعآ په حکومت کې د کارکولو حق نه لري".

د ملي امنیت سلاکار وویل د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۳۳ کې یې جګړه روانه ده.

هغه وویل کندز ولایت په هغو شپږو ولایتونو کې شامل دی چې په کې سخته جګړه روانه ده.

ښاغلي اتمر وویل "دا جګړه بهر څخه له پاکستان څخه د آی ایس آی په واسطه د نړیوالو تروریستانو په ملتیا زمونږ په ملت تپل شوې او پرمخ وړل کیږي".

ښاغلي اتمر وویل، د کندز د عملیاتو دوهم پړاو به یوازې د کندز لپاره نه وي او افغان ځواکونه به جګړه د وسله والو مخالفانو کورونو ته وغځوي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG