د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په زړه کې 'کوچنی پنتاگون' جوړ شو


د دفاع وزارت دغه نوې ودانۍ چې پنځه پوړیزه ده په کې ٢٥٠٠ مامورین او پرسونل ځایږي.
د دفاع وزارت دغه نوې ودانۍ چې پنځه پوړیزه ده په کې ٢٥٠٠ مامورین او پرسونل ځایږي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د دفاع وزارت نوې ودانۍ چې د امریکا د دفاع وزارت پنتاگون سره ډیر ورته والی لري، په روانه میاشت کې د افغانستان حکومت ته ورکړل شي.

دا ودانۍ د د سپین مرمر د ډبرو څخه په استفادې د امریکا د متحده ایالاتو په مالي لگښت جوړ شوی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت دغه نوې ودانۍ چې د کابل په زړه کې د ١٦٠ میلیون ډالرو په لگښت جوړه شوې ده په پرمختللو وسایلو سمباله ده.

د افغانستان د دفاع وزارت نوې ودانۍ په همدې میاشت کې افغان حکومت ته ورپه لاس کیږي.
د افغانستان د دفاع وزارت نوې ودانۍ په همدې میاشت کې افغان حکومت ته ورپه لاس کیږي.

د امریکا د متحده ایالاتو پوځي مقاماتو ددې ودانۍ د لیدلو په ترڅ کې د اسوشیتید پرس اژانس ته وویل چې د یو چت لاندې د دفاع وزارت د ټولو ریاستونو په راټولیدو سره افغان مقامات کولاس شي خپل کارونه په اسانه او ښه توگه تر سره کړي.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د دفاع وزارت اوس د بهرنیو ځواکونو د ملاتړ پرته د یاغیانو پر وړاندې خپل عملیات په ځانته ځان تر سره کوي او د یو ستر آزمون سره مخامخ دی.

د دې ودانۍ نقشه چې د ۳۸.۵۰۰ متر مربع په ساحه کې جوړه شوې د افغانستان د مهندسۍ څانگې د محصلینو د سیالیو په نتیجه کې غوره شوې ده. دا پنځه پوړیزه ودانۍ چې د دوو نقشو له ترکیب څخه طرحه شوې په څلور کالو کې بشپړه شوه.

د دفاع وزارت دغه نوې ودانۍ چې پنځه پوړیزه ده په کې ٢٥٠٠ مامورین له اداري ریاستونو څخه نیولې تر عملیاتي او اموزشي پروگرامونو پورې پرسونل په کې کار کولای شي.

د دې ودانۍ په چاپیریال کې افسرانو او سرتیرو ته یو قاغوش، یو مرستندویه قطعه او همداشان د فاضله موادو د تصفیې یو مرکز او د بریښنا یوه فابریکه لري.

د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ ډگروال فردریک دروموند، په دې هکله وایي «مونږ دلته اداري ساختمانونه او قاغوشونه لرو چې ښځینه او نارینه برخې یې جلا دي... مونږ په دې باور یو کله افغانان دې ودانۍ ته راشي خپلمنځي اړیکې به یې د کلونو په اوږدو کې پیاوړې شي.»

د دې تعمیر گنبز ۳۳.۶ متره لوړوالی لري او دا ودانۍ د ډوډۍ خوړولو درې سالونونه لري چې د زرو کسانو دپاره څوکۍ په کې موجودې دي او د کنفرانس خونه یې د څه دپاسه ۹۳۶ کسانو لپاره ځای لري.

همداشان دا ودانۍ د ورزشي سالون، کلینکونو، پوځي محکمو او اطفایي لرونکې ده او په ټولیزه توگه ۱۱۰۴ دروازې او ۳۴۸ کړکۍ لري.

د افغانستان د دفاع وزارت د نوې ودانۍ مبل و فرنیچر، کمپیوتري وسایل او تجهیزاتو باندې ۳. ۳۳ میلیون ډالر لگیدلي دي. یواځې په عصري کمپیوتري تکنالوژۍ باندې یې څه دپاسه ۱۲ میلیون ډالره مصرف شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د نوې ودانۍ یو اړخ
د افغانستان د دفاع وزارت د نوې ودانۍ یو اړخ

خو د اسوشیتید پرس په وینا یو شئ په دې ودانۍ کې لا هم کم دی او هغه د افغانستان د دفاع وزیر دی.

په داسې حال کې چې د افغاسنتان د ملي وحدت د حکومت له جوړیدو څخه نهه میاشتې تیرې شوي دي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابینې په بشپړیدو نه دی بریالی شوی. خو بیا هم هغه هیله من دی چې د هغه وړاندیز شوی وزیر معصوم ستانکزی، به د روانې میاشتې تر پایه وکړای شي چې د ملي شورا څخه د اعتماد رایه ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG