د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایان له وتلو نه وروسته هم په افغانستان کي لارې لري


امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی چې که چیري افغان ولسمشر د امریکا سره دوه اړخیز امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک نکړي، ښایي په افغانستان کې یو ناورین رامنځته شي.

امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی دی چې که چیري افغان ولسمشر حامد کرزی د امریکا سره دوه اړخیز امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک نکړي، ښایي چې په افغانستان کې یو ناورین رامنځته شي.

دغه چارواکي وایي که تړون لاسلیک نشي چې په لړ کې یې یو شمیر امریکایي عسکر په افغانستان کې پاتې شي، نو ښایي چې طالبان د بیرته واک نیولو په خاطر پراخه فعالیتونه پیل کړي، د القاعده شبکه د ځان لپاره د پټیدو ځای پیدا کړي او افغان امنیتي ځواکونه د مالي امکاناتو د قلت سره لاس او ګریوان شي.

رپوټ وایي د 2014 کال نه وروسته امریکایي عسکر پدې خاطر په افغانستان کې پاتې کیږي چې افغان امنیتي ځواکونه وروزي او د خطرناکه جګړه مارانو په خلاف عملیات وکړي. خو که چیري د امریکا حکومت پریکړه وکړي چې خپل ټول 43 زره عسکر یو کال وروسته د افغانستان څخه وباسي، بیا به هم هلته د امنیت ساتلو لپاره ځینې لارې خلاصې پریږدي.

په هېڅ صورت کې به جګړې مارې ډلې منسجم کېدو ته پرې نښودل شي

سره لدې چې امریکایي چارواکو تر اوسه پوري پدې اړه څه ندي ویلي چې د عسکرو تر وتلو وروسته به هغوي په افغانستان کې څه ډول فعالیت کوي خو رپوټ وایي امریکا به ښایي چې په لږه پیمانه د افغان امنیتي ځواکونو سره همکاري کوي، خاص ځواکونه یا سپیشل فورس به فعالیت کوي او د القاعده شبکې په خلاف به د بې پیلوټه الوتکو نه ګټه اخلي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژنس ته ویلي که چیرته ډیر لږ شمیر امریکایي عسکر هم په افغانستان کې پاتې شي، جګړه مارې ډلې به دیته پرې نه ښودل شي چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې بیرته خپلې ډلې جوړې کړي او یا دې طالبان وکړای شي د افغانستان په جنوب کې کنترول تر لاسه کړي. دغه چارواکي ویلي دي مونږ ډیره وړتیا لرو خو که چیرته تړون لاسلیک نشي نومونږ به ډیر محدود پاتې شو.
XS
SM
MD
LG