د لاس رسي وړ اتصالات

ابوظبي کې د افغان سولې په تړاو څلوراړخیزه غونډه پیل شوه


د سه شنبې په ورځ د ابوطبۍ کې د افغانستان د سولې پر مسله د بحث لپاره د څلورو هیوادونو د استازو غونډه جوړه شوې
د سه شنبې په ورځ د ابوطبۍ کې د افغانستان د سولې پر مسله د بحث لپاره د څلورو هیوادونو د استازو غونډه جوړه شوې

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، د افغانستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو د ملي امنیت د سلاکاران او د امریکا د ملي امنیت د سلاکار د دفتر د لوړپوړې چارواکي نن د سه شنبې په ورځ ( زمري ۲ مه) د ابوظبۍ په ښار کې په یوه غونډه کې د افغانستان د سولې د روانو هڅو په اړه سره خبرې کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د متحده عربي اماراتو په مرکز ابوظبۍ کې د دغې یوې ورځینۍ غونډې مشري د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر کوي.

ښاغلی قادرشاه وايي، په دې غونډه کې د افغانستان، امریکا، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ترمنځ د عمل د ګډ پلان، سولې او د تروریزم سره د مبارزې په اړوند مسلو خبرې کیږي.

ښاغلي قادرشاه وویل " تمه داده، چې د څلورو هیوادونو پلاوي به د سولې، تروریزم سره د مبارزې او د څلورو هیوادونو ترمنځ امنیتي همکاریو په برخه کې د عمل پر ګډ پلان موافقې ته ورسیږي".

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان، امریکا متحده ایالاتو، سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو ملي امنیت د سلاکارانو ترمنځ د نننۍ غونډې وړاندې د دغو څلورو هیوادونو د ملي امنیت سلاکارانو د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې د امریکا د واشنګټن په ښار کې هم غونډه کړې وه.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا دفتر وايي، د دغو غونډو لړۍ به نوره هم دوام ومومي.

XS
SM
MD
LG