د لاس رسي وړ اتصالات

د اوزبیکستان د سرحدي ساتونکو له خوا د افغانانو په نیونه اندیښنې


د بلخ ولایت د شورتیپه او کلدار ولسوالیو اوسیدونکي وایي چې د اوزبیک سرحدي قواو گزمې زیاتې شوی دي
د بلخ ولایت د شورتیپه او کلدار ولسوالیو اوسیدونکي وایي چې د اوزبیک سرحدي قواو گزمې زیاتې شوی دي

افغانستان د کلونو راهیسې د پاکستان سره په خپلو جنوبي او ختیځو پولو کې امنیتي ستونزې درلودلي دي، خو د سخت دریځو او یاغیانو له ویرې د اوزبیکستان د امنیتي ځواکونو له لورې د افغانستان په خاوره بریدونو اوس دغه ډول اندیښنې ددې هیواد په شمال کې هم رامنځ ته کړي دي.

د بلخ ولایت شورتیپه او کلدار ولسوالۍ چې امو سیند یې د اوزبیکستان سره سرحدي پوله جوړوي اوسیدونکي یې اوزبیک سرحدي قواوی یې د افغان ځوانانو په څو ځلي توقیفولو تورنې کړې دي.

د کلدار ولسوالۍ اوسیدونکي ملا عبدالرحیم د آزادۍ رادیو ته ویلي دي چې یو شمیر کسان څه دپاسه یو کال دمخه نیول شوي وو او تر اوسه معلومه نه ده چې هغوی ژوندي دي او که مړه.

د عبدالرحیم په باور د افغانستان په شمالي پوله د طالبانو له لورې د ناامنیو او یاغیگریو زیاتیدل ددې سبب شوي چې د اوزبیک سرتیرو سرحدي گزمې څو چنده شي او ددغه هیواد سرحدي ساتونکي د آمو سیند څخه په تیریدو افغانستان ته راځي افغان کب نیونکي او شپانه توقیفوي.

د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ ١٣٧ کیلومیتره پوله په جدي توگه کنترولیږي
د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ ١٣٧ کیلومیتره پوله په جدي توگه کنترولیږي

د شورتیپه اوسیدونکی حاجي عبدالرشید وایي ددې ولسوالۍ د شپږو کلیو لږ تر لږه شل تنه اوسیدونکي چې د ده وراره هم په کې شامل دی همدا اوس د اوزبیکستان په زندانونو کې پراته دي.

افغان مقاماتو تر اوسه دغه موضوع په رسمي توگه د اوزبیکستان له مقاماتو سره نه ده مطرح کړې. خو د بلخ ولایت ویاند منیر فرهاد دا تائیدوي چې یو شمیر افغانان د اوزبیک سرحدي ساتونکو له لورې نیول شوي دي.

ښاغلي فرهاد د آزادۍ رادیو ته ویلي دي چې نادارۍ او فقر یو شمیر افغانان اړ کړي دي چې آمو سیند له شاو خوا څخه د کب نیونې او نباتاتو په راټولولو ژوند وکړي، چې یو شمیر یې د اوزبیک ځواکونو له لورې نیول شوي دي. له دې سره سره ښاغلی فرهاد وایي چې اکثر نیول شوي افغانان له تحقیقاتو وروسته بیرته خوشې شوي دي.

د اوزبیکستان حکومت چې د سرحدي امنیت ټینگول د افغانستان له خاورې څخه هغه هیواد ته د سخت دریځو د ورتگ د مخنیوي لپاره لومړنی چلند گڼي د افغانستان سره د خپل ١٣٧ کیلو میتره سرحد امنیت د ماینونو په ښخولو، د اغزي لرونکي سیم په غزولو او د بریښنا لرونکو فلزي کتارو په جوړولو نیولی دی.

د اوزبیکستان او د هغه د گاونډیو هیوادونو سخت دریځو د افغانستان د دولت د مخالفینو په لیکو کې گڼ حضور درلودلی دی او همدغو سخت دریځو تیر کال د کندز ښار په لنډمهاله نیولو کې عمده رول درلوده او اوس هم د افغانستان په شمال کې په ناامنیو کې اساسي رول لري.

XS
SM
MD
LG