د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د چاودنې د مړو شمېر ٣٣ ته وخوت


چارواکي وايي وژل شوي او ژوبل شوي کسان ټول ملکیان دي او هېچا هم د دغه برید مسولیت نه دی منلی.

په خوست کې د امريکايي ځواکونو اډې ته نږدې پر يوه امنيتي پوسته د موټر بم ځانمرګې حمله شوې او لږ تر لږه ٣٣ کسان يې وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.

د امريکايي ځواکونو دغه پوځي اډه، چې د خوست ښار په ختيځ کې پرته ده، د زاړه هوايي ډګر يا د بهرنيانو په اصطلاح د چپمېن په نوم يادېږي، چې د CIA د مرکز په سترګه هم ورته کتل کېږي.

د پېښې ځينو عيني شاهدانو امريکاغږ ته وويل، د موټربم دغه بريد نن په ځايي وخت ماښام اووه بجې د يادې شوې پوځي اډې پر يوې امنيتي پوستې شوی، چې د عمومي سړک پرغاړه پرته ده.

د عيني شاهدانو په خبره تر پېښې وروسته شاوخوا ټوله سيمه افغان امنيتي ځواکونو کلابنده کړه او له پاسه پرې امريکايي چورلکې تاوېدې.

د خوست امنيې قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت امريکاغږ ته ویلي، چې د وروستيو ارقامو له مخې په دغه پېښه کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.

هغه وويل، مړي او ټپيان د خوست پر ولايتي ملکي روغتون سربېره د ښار مختلفو روغتونونو ته وړل شوي، چې ښځې، ماشومان او سپين ږيري هم پکې شامل دي.

ښاغلي غيرت په ياد شوي ځانمرکي بريد کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل، خو ځينې عيني شاهدان وايي، چې د امنيتي پوستې يوه برخه نړيدلې ده.

د ښار د روغتونونو د مسوولينو په وينا په ټپيانو کې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی او ښايي د وژل شويو کسانو په شمېر کې زياتوالی راشي.

د خوست د ولايتي شورا يو تن غړي کفيل ريحان امريکاغږ ته وويل، چاودنه ډېره زوروره، چې په کې زياتره وژل شوي کسان له پېژندګلوۍ وتلي دي.

تر اوسه د يادې شوې حملې مسووليت چا پر غاړه ندی منلی، خو افغان حکومتي مقامات يې د وسله والو طالبانو کار بولي.

په همدې حال کې د خوست امنيې قوماندانۍ يوې بلې امنيتي سرچينې د نوم خپرېدو په شرط امريکاغږ ته وويل، چې په وژل شويو کې ۱۲ ماشومان، ۳ ښځې او پاتې نور يې سړي دي.

سرچينې وويل، چې په بريد کې د ملي امنيت يو تن مامور هم پکې ټپي شوی او دغه راز ۳ سراچه او يو کرولار موټر ، ۴ ريکشاوې او ۴ موټرسايکلونه هم پکې تباه شوي دي.

XS
SM
MD
LG