د لاس رسي وړ اتصالات

په کندز کې یوې چاودنې لږ تر لږه ۲۲ تنه ووژل


طالبانو یوه ورځ وروسته له هغه چې په کابل کې یې په یولړ تروریستي حملو کې څه د پاسه ٥٠ کسه ووژل، د ځانمرگه د موټر بم د یوې بلي مرگانۍ حملې ادعا هم کړې ده.

طالبانو په یوه بیان کې چې امریکا غږ ته یې استولی ویلي دي چې پرون د شنبې په ورځ د کندز د ولایت د خان آباد په ولسوالۍ کې د بم چوني په حمله کې د دوی لاس و. پولیسو ویلي دي چې په دې حمله کې لږترلږه ٢٢ کسه وژل سوي دي.

چاودنه د شنبې په ماښام د خان ولسوالۍ بازار د شوراب په سیمه کې کې شوې ده.

د کندوز د والي ویاند عبدالودود واحدي وایي چې په دغې چاودنې کې څلور هغه وسله والو قوماندانان هم وژل شوي چې په سیمه کې د ناامنۍ لامل وو.

هغه زیاته کړه چې قوماندان قدیر، قوماندان نادر، قوماندان سردار، او قوماندان تور په سیمه کې يې وسله وال ګروپونه درلودل او په مختلفو جرمونو تورن وو.

ویاند وايي دوی هغه وخت ووژل شول چې د همیشنۍ ناستې په ځای کې پرې ښخ شوی ماین وچاودېده. په پېښه کې اته نور وسله وال ژوبل شوي دي.

هغه وویل چې دغه وسله وال به هره ورځ د یو چینار د سیوري لاندې راټولیدل او تر ناوخته به په همدغه سیمه کې وو.

واحدي وایې چې په چاودنه کې ځکه د ملکي وګړو د تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی چې دوی به د ناستې پر وخت عام خلک په دغه سیمه کې نه پریښودل.

قوماندان قدیر د یو تن پخواني جهادي قوماندان سرګروپ و، چې د پولیسو پر وینا په قتل، وسله والو غلا ګانو او نورو ورته جرمونو باندې تورن و.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG