د لاس رسي وړ اتصالات

د ارزګان د علماو د اصلاحي شورا مشر ووژل شو


د ارزګان د علما د اصلاحي شورا مشر د وسله والو په یو برید کې ووژل شو، په برید کې دوه تنه نور هم وژل شوي چې یو یې پولیس او بل یې ولسي وګړی دی، همدغه راز په پېښې کې دوه نور پولیس هم ژوبل شوي دي.

ویل کیږي چې د برید هدف ددغه ولایت د امنیت امر، سمونوال رحیم الله خان، و.

دی له یو شمېر نورو مشرانو او چارواکو سره د ترینکوټ د لويې لاري پر د امنیتي وضعیت د معلومولو لپاره تللی و، چې پر کاروان یې وسله والو پرې برید وکړ.

برید په دوو غبرګو چاودنو پيل او بیا ډزې وشوې.

سمونوال رحیم الله خان امریکا غږ اشنا ته وویل چي په برید کي د ده یو ساتونکی ، د علماو د اصلاحي شورا ریس او یو هم ولسي مشر وژل شوی او دو پوليس نور ټپیان دي.

ده په ښکاره چاته ګوته ونه نیوله، خو معمولا دا ډول بریدونه او چاودنې طالبان کږي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG