د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: تیر کال جنسي تاوتریخوالی دوه برابره و، افغانستان د اندېښنې وړ هېوادونو کې شامل دی

ملګرو ملتونو ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ په کچه د جګړو او شخړو اړوند جنسي تاوتریخوالی دوه برابره زیات شوی او افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې ښځې او نجونې پکې لا هم له جدي سرغړونو او ناوړه چلند سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو په تازه خپاره شوي راپور کې د جګړو له امله اغېزمنو ۲۱ هېوادونو کې د جنسي تاوتریخوالي ۹۷۸۸ پېښې ثبت او مستندې شوې دي. سازمان وایي، ښایي اصلي شمېر تر دې هم ډېر لوړ وي، ځکه چې ګڼې پېښې نه ثبتېږي او نه راپورکېږي.

په راپور کې د جنسي تېري، ډله‌ییز جنسي تېري، جنسي غلامۍ، جبري ودونو، د ښځو او نجونو د قاچاق او تښتونې هغه پېښې یادې شوې دي چې د دولتي او غیردولتي ډلو له خوا ترسره شوې دي.

افغانستان هم د راپور په یادو شوو هېوادونو کې شامل دی. ملګرو ملتونو ویلي چې طالب چارواکي او جنګیالي د ښځو او نجونو پر وړاندې په جنسي تاوتریخوالي، د جنسي تېري او ډله‌ییز جنسي تېري په ګډون، کې ښکېل بلل شوي دي.

راپور زیاتوي چې د طالبانو محدودوونکو پالیسیو او هغه څه چې د معافیت فضا بلل شوې، افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ له تر ټولو خطرناکو ځایونو څخه ګرځولی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ۲۰۲۵ کال پر مهال د جنسي تاوتریخوالي لږ تر لږه ۲۱ پېښې مستندې کړې دي چې ۱۵ ښځې او شپږ نجونې یې قربانیانې وې.

راپور دا هم وایي چې که څه هم د طالبانو مشرتابه جبري ودونه منع کړي، خو د دې ډلې ځینې چارواکي په داسې ودونو کې په لاس لرلو تورن شوي دي.

ملګرو ملتونو همدارنګه طالب چارواکي د افغان معترضو ښځو په خپل‌سر نیونو، شکنجې، ناوړه چلند او جنسي تاوتریخوالي تورن کړي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د راپور د وړاندې کولو پر مهال، د جګړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي په چارو کې د سرمنشي ځانګړې استازې، پامیلا پټن وویل:"په ۲۰۲۵ کال کې د جګړې، شکنجې، ترهګرۍ او سیاسي ځپنې د وسیلې په توګه د جنسي تاوتریخوالي مستندې شوې پېښې په بې‌ساري ډول زیاتې شوې دي. ملکي وګړي د دولتي او غیردولتي عاملانو له خوا د جنسي تېري،

ډله‌ییز جنسي تېري، تښتونې او جنسي غلامۍ هدف ګرځېدلي دي."

راپور خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د دغو پېښو د قربانیانو لپاره د ملاتړ او مرستو خدمتونه لا هم ډېر محدود دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د بشري مرستو د بودیجې کمښت او پر ښځو د مرستندویو ادارو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د کار محدودیتونه، حقوقي او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی کم کړی دی.

د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې په افغانستان کې له ۴۰۰ څخه ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي قربانیانو ته د خدمتونو سلګونه مرکزونه هم له فعالیته لوېدلي دي.

پامیلا پټن د امنیت شورا غونډې ته وویل چې د پوځي لګښتونو زیاتوالی او د ملګرو ملتونو په بودجو کې ژور کموالی د ملاتړ پر پروګرامونو ویجاړوونکې اغېزې لري.

هغې زیاته کړه: "د قربانیانو لپاره خدمات په داسې وخت کې کمېږي چې د جګړو په سیمو کې ښځې او نجونې تر بل هر وخت دغو خدمتونو ته ډېره اړتیا لري."

ملګرو ملتونو د ښځو او نجونو لپاره د لا زیات خوندیتوب، د عاملانو سره د حساب او کتاب او د جګړو اړوند جنسي تاوتریخوالي قربانیانو ته د نړیوال ملاتړ د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.

طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د دې نوي راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو په تیرو وختونو کې دې ډلې ادعا کړې چې د افغان ښځو او نجونو حقونه یې د اسلامي شریعت او د افغاني کتلور پر بنسټ خوندي کړي .

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG