د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې ددفاع وزیر د خونړۍ پېښې وروسته د فرانسې دریځ روښانوي


د فرانسې ددفاع وزیر د خونړۍ پېښې وروسته د فرانسې دریځ روښانوي
د فرانسې ددفاع وزیر د خونړۍ پېښې وروسته د فرانسې دریځ روښانوي

د فرانسې ددفاع وزیر نن د شنبې په ورځ کابل ته رسیدلی دی چې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي سره خبري وکړي. یوه ورځ مخکي یوه افغان عسکر په فرانسوي عسکرو باندي ډزي وکړې او څلور تنه یې په کښي ووژل.

د فرانسې ددفاع وزیر وایي چي فرانسه دې ته متعهده ده چي په افغانستان کي ثبات راشي. هغه دا تبصره وروسته له هغه وکړه چي د پاریس نه دا گواښ وشو چې ددغو عسکرو د وژل کیدو نه وروسته به د افغانستان نه د فرانسوي عسکرو په را وتلو کي چټکي وشي.

د فرانسې ددفاع وزیر دا هم وویل چي دی افغانستان ته ددې د پاره راغلی دی چي ددغي حملې نه وروسته چي د کاپیسا د ولایت د تگاب په ولسوالۍ کي په فرانسوي عسکرو باندي وشوه، د فرانسې دریځ معلوم کړي. په دې حمله کي ١٥ نور فرانسوي عسکر ټپیان شوي دي.

د فرانسې ددفاع وزیر د کابل په هوایي میدان کي د ځینو ټپي شویو عسکرو سره مخکي له دې چي فرانسې ته ورسول شي، وکتل. هغه وویل چي د فرانسې عسکر د هغه اعتماد او باور قرباني شوي دي چي د افغان عسکرو د روزلو په وخت یې پر هغوي باندي درلود.

هغه د جمعې په ورځ ویلي و چي دغه فرانسوي عسکر کله چي حمله پرې وشوه، بې وسلې وو. حمله کونکی نیول شوی دی.

XS
SM
MD
LG