د لاس رسي وړ اتصالات

په کونړ کې د طالبانو په بریدونوکې ۲۰ تنه وژل شوي


طالبانو پر چپې درې د بریدونو مسولیت منلی دی.
طالبانو پر چپې درې د بریدونو مسولیت منلی دی.

دکونړ امنیتي چارواکي وايي چې دچپې درې ولسوالۍ پر ودانۍ او ټولو امنیتي پوستو د شنبې له سهار وختي راهیسې وسله والو طالبانو ډله ییز وسله وال بریدونه وکړل.

دغه بریدونو د شنبې تر غرمې روان وو چې له کبله یې ۳۴ تنه وژل شوي چې اته یې ولسي خلک دي.

په دغو بریدونو کې ویل کیږي چې لسګونه کسان ژوبل شوي هم دي.

دچپې درې ولسوالۍ یو امنیتي چارواکی ،چې نه غواړي یې نوم یې واخیستل شي، وویل چې په ولسوالۍ سلګونو وسله والو بریدونه پیل کړل او په ترڅ کې یې ۱۴ طالبان،۱۲ حکومتي سرتیري او اته ملکي وګړي وژل شوي دي.

دغه چارواکی وايي، په جګړه کې چې درې ساعته یې دوام وکړ په ترڅ کې یې تر ۴۰ امنیتي سرتیري ، ۲۳ طالبان او لس ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

خو دکونړ امنیه قوماندان عبد الحبیب سید خیل رسنیو ته ویلي چې په جګړه کې ددوی یواځې یو سرتیری وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

نوموړی وايي،چې دماین چاودنو له امله ددوی یو رنجر او یو هاموی موټر له منځه تلي دي.

هغه زیاته کړه، دجګړه مارو شمېر پنځه سوه ته رسېده،چې دکونړ دیو شمېر ولسوالیو او نورستان ولایت څخه دیوې لویې حملې لپاره راټول شوي وو.

قوماندان زیاتوي،چې په جګړه کې پنځه کورونه او لس دکانونه هم سوځېدلي دي،چې وسله والو طالبانو اور ورته کړی و.

طالبانو ددغه جګړې مسولیت منلی او ویلي یې دي،چې تر ۵۰ امنیتي سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ددوی ,ویاند ذبیح الله مجاهد وايي په دغه جګړه کې یې نهه امنیتي پوستې هم نیولي او یو شمېر حکومتي موټرې یې تخریب کړي دي.

خو دسیمې اوسېدونکو ویلي،چې په دغه جګړه کې اکثره زیان ملکي وګړو لیدلی او طالبانو دملکي خلکو دکانونو او کورنو ته اور ورته کړی دی.

دچپې درې ولسوالۍ کونړ یوه لرې پرته ولسوالۍ پرته ده ،چې دنورستان مرکز پارون ته نژدې پرته ده.

دغه ولسوالۍ پخوا هم څو واره وسله والو طالبانو نیولې او بیا ځلې تر حکومت خلاصه کړې ده.

XS
SM
MD
LG