افغان چارواکي وایي، د افغانستان په جنوب کې د سړک د غاړې د بم په چاودنه کې د یوې ولسوالۍ د پولیسو قوماندان وژل شویدی.
یاغیانو په افغان امنیتي قواوو باندې په داسې حال کې حملو ته زور ورکړیدی چې د خارجي قواوو شمیر مخ په کمیدو دی.
د کندهار ولایت د ډنډ ولسوال امان الله نازک نن وویل چې د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان رحمت الله خان نن د شنبې په ورځ هغه وخت ووژل شو چې کوښښ یې کاوه د پولیسو هغې پوستې ته ځان ورسوي چې طالبانو پری حمله کړې وه.
د دې حملې او وژنې نه یوه ورځ مخکې د هلمند په ولایت کی څلور پولیسان د خپلو همکارانو د لاسه ووژل شول. د طالبانو نطاق قاري یوسف احمدي وویل قاتلین دوي ته ورغلي دي.
د امریکا په مشرۍ د ناټو ایتلاف د خپل تقسیم اوقات سره سم د خپلو محاربوي عسکرو کمولو ته ادامه ورکړیده چې د دوه زره اوڅوارلسم کال تر اخره پوري ټول د افغانستان نه ووځي. د افغان پوځ او پولیسو انفرادي حملو او یا د نورو کسانو له خوا چې د هغوي په جامه کې حملې کوي ، د افغانانو د قابلیت په باره کې شکونه پیدا کړیدي چې د انتقالي دورې نه پس به دوي اوضاع کنترول کړی شي.