د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې چاودنو ملکیان وژلي دي


افغان چارواکي وایی د افغانستان په ختیځ ولایت کې د ماین د چاودنو په جلا پیښو کې نهه ولسي خلک وژل شویدي.

یعقوب خان، د خوست د ولایت د پولیسو د قوماندان معاون وویل درې سړي او یوه ښځه او ماشوم هغه وخت ووژل شول چې د روغتون نه کور ته تلل او د سپرلۍ موټر یې نن سهار پر ماین برابر شو.

په جنوب کې د هلمند او قندهار د ولایتونو ترمنځ په غځېدلې لاره کې درې ولسي خلک هغه وخت ووژل شول چې د سپرلۍ موټر یې نن د سړک د غاړې په ماین وروختی. دغه خبره یوه حکومتي مامور کړیده.

ملگري ملتونه وایي، تعبیه شوي بمونه لا هم په دغه جگړه کې یوه ډیره وژونکې وسله ده.

بل پلو د امریکا د پوځ بیان وایي چې یو امریکایي عسکر پرون د افغانستان په جنوب کې ، په چاودنې کی وژل شویدی. د پیښی نور جزییات نه دي خپاره شوي.
XS
SM
MD
LG