د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا کې چاودنې پنځه ماشومان او یوه ښځه وژلې


آرشیف
آرشیف
افغان چارواکي وايي چې د افغانستان په ختیځ کې د پکتیکا ولایت د مټه خان په ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قوماندان په کور کې د بم د چاودنې له کبله پنځه ماشومان او یوه ښځه وژل شوې ده.

چارواکو یادشوی قوماندان د عبدالله په نامه معرفي کړی دی او وايي چې هغه په خپل کور کې چې د نورو سره یې مشترک ژوند په کښي کوی، د سرک غاړې بم ساتلی و او ماشومانو چې د درو څخه نیولې تر ۷ کلنو پوري یې عمرونه درلودل، د بم سره یې لوبې کولې چې چاودنه شوې.

د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ریپوټ ورکړی دی چې وژل شوي ماشومان د عبدالله د ورور وو او وژل شوې میرمن د عبدالله خور وه.

د سرک غاړې بمونه د طالبانو د خوښې وسله ده چې د افغان او ناټو ځواکونو پر ضد یې کاروي خو په د دغه بمونو په چاودنو کې اکثرا ملکیان او ماشومان وژل کېږي او ټپیان کېږي.
XS
SM
MD
LG