د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار په ځانمرګه برید کې ۱۸ کسه وژل شوي


یو ځان مرګي برید کوونکي د شنبې په ورځ په قندهار کې د پولیسو یوې امنیتي پوستې او یوه بانک ته څیرمه ځان په بم الوزولی دی. د اې پي تازه رپوټ وايي چې په دغه پېښه کې لږتر لږ ۱۸ کسان وژل شویدي .

رپوټ وايي ځان مرګي د شنبی په ورځ ځان په بم والوزاوی. په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې دوه بریدونه شویدي. یو برید په کندهار کې شویدی چې اتلس کسان یې ووژل او په بل برید کې دناټو یوعسکر دهیواد په ختیځ کې وژل شویدی.

تراوسه پورې کومې ډلې دا ندي ویلي چې دا برید چا کړیدی. خو دافغانستان ولسمشر حامد کرزي ددغه بم چونې پړه پرطالبانو وراچولې ده. ځکه چې یاغیانو خپل فعالیتونه په افغانستان کې زیات کړیدی په داسې حال کې چې امریکا غواړي چې خپل نظامي حضور په دغه سیمه کې کم کړی او امنیتی مسوولتیونه افغان امنیتی قواو ته وسپاري.

ښاغلي کرزی وویل پکار ده چې افراطیان دبهرنیو په اوامرو عمل کول بند کړي. په دې کې دهغه اشاره پاکستان ته ده. ځکه داسې ادعا کېږي چې پاکستان له افغان طالبانو سره مرسته کوي. ولسمشر کرزي وویل چې د امنیتی انتقال مسله تقریبا بشپړه شویده او افراطیان سختې هلې ځلې کوي چې ناکامه یې کړي.

کرزی: د افغانانو وژونکي به د مسلمان ولس په مقابل کې مسول وګنل شي

ولسمشر کرزي وویل چې پکارده دطالبانو مشران او قوماندانان په دې پوه سي چې ددغه راز جرایمو په ارتکاب به هیڅ شی لاسته رانه وړي. یوازې دومره به وسي چې دخلکو او خدای تعالی کرکه او نفرت به ځانته راجلب کړي. هغوي به دافغانستان دمسلمان ولس په مقابل کې مسوول وګڼل شي.

د قندهار په نننۍ پیښه کې اکثره ملکي خلک وژل شوي دی. په اول سر کې د ولایت مقام ویلي وو چې د پولیسو د تلاشۍ په وخت د موټر بم چاودنه وشوه خو نوي راپورونه ښیې چې ځان مرګی برید کوونکی پیاده روان و. د قندهار د روغتون چارواکي وایي دوي ته پنځه تنه وژل شوي کسان ورسول شوي او پنځه ویشت نور زخمیان وو.

د دې نه یو ورځ مخکي په قندوز ولایت کې ځانمرګه برید وشو چې د افغان چارواکو په وینا په کښي یو ولسوال او لږ تر لږه ۷ کسه نور هغه مهال ووژل شول چې په یوه جومات کې یې د فاتحې په مراسمو کې ګډون کوی.


چارواکي وايي چې په پېښه کې چې د قندوز ولایت د ارچې په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه لږ تر لږه ۱۱ کسه ټپیان شوي هم دي چې ملکیان هم په کښي شامل دي.

په پېښه کې د ارچې ولسوالۍ ولسوال سید صدرالدین ووژل شو.

دغه راز د افغانستان د تشدد د پېښو په لړ کې ۱۲ کسه د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې د جمعې په ماښام وژل شوېدي.

دغو کسانو ته دسړک دغاړې ماین اېښودل شوی و . د جمعې په ورځ دوالي نطاق عمر ځواک وویل چې دسنګین په ولسوالۍ کې د طالبانو خلاف دافغان امنیتی قواو له خوانه عملېات روان دي.

ځواک زیاته کړه چې دسړک دغاړی په بم کې ۱۱ نارینه اوېوه ښځه وژل شوي دي. پردې سر بیره پرموټر باندی ډزې هم شوي دي. عمر ځواک وايي چې دپېښې قربانېان ټول ملکیان وو.


طالبان په معمول ډول د ولسمشر کرزي د حکومت پر خلاف په خپلې جګړې کې افغان سرتیري، پولیس، حکومتي چارواکي او بهرني اهدف په نښه کوي خو په حملو کې یې اکثریت قربانیان چې وژل کېږي او ټپیان کېږي بې ګناه ملکیان وي. په دې ورستیو ورځو کې په بیلابیلو بریدونو کې په لسګونو تنه خلګ وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG