د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له بنګله دېش سره د ټست لوبه کوي


افغان لوبغاړي
افغان لوبغاړي

ټاکل شوې چې سبا پنجشنبه ( سپتمبر۵-وږي۱۳) افغانستان له بنګله دېش سره د ټسټ لوبه پیل کړي.

دا د افغانستان درېیمه ټسټ لوبه ده. اوله یې تېرکال پر هند بایللې وه او دویمه یې له ایرلنډ څخه ګټلې وه.

افغانستان به د نوي کپتان راشد خان په مشرۍ د بنګله دېش د چاتوګرام (چیتاګانګ) په میدان کې لوبه کوي. راشد خان له نړیوال جام وروسته دافغانستان کپتان وټاکل شو. افغانستان نړیوال جام کې خپلې ټولې نهه لوبې وبایلل.

دا د راشد خان لپاره ستونزمن بلل کیږي چې له دومره ماتو وروسته د ټیم مورال لوړ او بېرته یې یو موټی کړي، د کپتانۍ ترڅنګ خپله عادي لوبه وکړي او ځوان لوبغاړو ته په ټیم کې ځای ورکړي.

د افغانستان لپاره بله اندېښنه دا ده چې منډه جوړوونکي به یې څنګه د شکیب الحسن په څېر بنګالي ورو توپ اچوونکي ولوبوي. د افغانستان کمزورتیا هم په بېټېنګ کې ده.

د افغانستان د ملي لوبډلې موقت روزونکي انډي مولز هم ویلي دي چې د بنګله دېش لوبغاړو ته درناوی لري مګر ویره ترې نه لري. هغه اس پي ان ته ویلي دي چې افغانستان دغې لوبې ته چمتو دی.

نوموړي هم دا اندېښنه ښودلې ده چې د بنګله دېش ورو توپ اچوونکي په خپل کور کې دننه ښه لوبیږي.

بنګله دېش له تیرو ۱۹ کلونو راهیسې د ټسټ لوبې کوي خو افغانستان یواځې تېرکال د جون په میاشت کې خپله لومړۍ ټسټ لوبه تر سره کړه. بنګله دېش په خپل کور کې خپلې وروستۍ څلور ټست لوبې ګټلي دي چې یوه په کې د ویسټ انډیز لوبډله وه.

XS
SM
MD
LG