د افغانستان سره د ټیسټ لوبې په لومړۍ ورځ بنګلدیش د جمعې په ورځ (اکتوبر ۹) د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۷ منډې وکړي.
دا لوبه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې روانه ده.
د افغانستان د لوبډلې کپتان رحمت شاه ددې لوبې لپاره پچه وبایلله او د بنګله دېش لوري د لومړۍ توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان په توپ اچوونکو کې سلیم ساپی تر نورو ښه وځلېده او د بنګله دېش درې لوبغاړي یې وسوځول.
د بنګله دېش د پیل لوبغاړو په ګډه ۱۲۴ منډې وکړې، خو عصمت عالم د دوی دا ملګرتیا ختمه کړه او لومړی ویکټه یې واخیسته.
په نورو توپ اچوونکو کې یمین احمدزي او عصمت علم د بنګله دېش دوه – دوه لوبغاړي او قیس احمد یو لوبغاړی وسوځول.
سبا د دغې لوبې دویمه ورځ ده او بیا به افغان لوبغاړي د خپلې توپ وهنې لومړۍ پاڼۍ پیلوي.
راتلونکې لوبې
له دغه ټیسټ لوبې وروسته ټاکل شوې چې د افغانستان، بنګلدیش او زیمبابوې تر منځ د ۵۰ اوریزو لوبو ټورنمنټ جوړ شي. د اکتوبر له ۱۷ څخه تر ۲۳ تاریخ پورې دا ټورنمنټ هم په متحده عربي اماراتو کې کیږي. درې واړه ټیمونه له یو بل سره مخامخ کیږي او دوه غوره ټیمونه به د اکتوبر په ۲۳مه په فاینل کې لوبه کوي.
له دې ټورنمنټ وروسته، افغانستان له زیمبابوې سره د درې ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ لري چې د اکتوبر له ۲۷مې څخه د نومبر تر لومړۍ نیټې دوام کوي. دواړه هېوادونه وروسته دوه ټیسټ لوبه هم کوي، چې لومړنۍ یې د نومبر له ۵مې تر ۹مې او دوهمه یې د نومبر له ۱۳مې څخه د نومبر تر ۱۷مې کیږي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې ددغو لوبو لپاره لوبغالي به وروسته مشخص کیږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیوي مشر نصیب خان تېره میاشت له بنګلدیش او زیمبابوې سره د لوبې د لړیو د پلان اعلانولو هم مهاله وویل چې له دغو دوو ټیمونو سره په بیلابیلو فارمټونو کې لوبې به د افغانستان لوبغاړو ته د تمرین ډیر باارزښته فرصتونه برابر کړي.
فورم \ دبحث خونه