د لاس رسي وړ اتصالات

ګلبدین نایب: له پاکستان سره لوبې ته خورا لیوال یو


ګلبدین نایب خبریالانو ته وویل هڅه کوي‌ چې د کرکټ‌نړیوال جام سیالۍ په ښه توګه ختمې کړې
ګلبدین نایب خبریالانو ته وویل هڅه کوي‌ چې د کرکټ‌نړیوال جام سیالۍ په ښه توګه ختمې کړې

د افغانستان د کرکټ د ملي‌لوبډلې کپتان ګلبدین نایب وایي‌چې له پاکستان سره لوبې ته خورا لیوال دي.

ګلبدین نایب له پاکستان سره تر لوبې څو ساعتونه مخکې خبریالانو ته وویل چې لوبډلې یې په تمریني‌لوبې کې پاکستان ته ماتې ورکړې او همدا بری به یې ښايي سبانۍ لوبې کې مورال لوړ ساتي.

هغه هیله وښوده چې له پاکستان سره به ښه لوبه وکړي، خو ویې منله چې پاکستان غوره لوبډله ده او خپلې وروستۍ لوبې یې ګټلې دي.

ګلبدین وویل ( پاکستان به خپله هڅه کوي‌چې د بري لړۍ روانه وساتي خو موږ هم خپله ۱۰۰ فیصده هڅه کوو چې د کرکټ‌ نړیوال جام سیالۍ په ښه توګه پای ته ورسوو).

افغانستان په تمریني‌لوبې کې پاکستان ته ماتې ورکړې وه، خو د پاکستان د ملي ټیم لوبغاړي‌ حارث سهیل وویل چې افغانستان سره لوبې ته یې ښه چمتوالی نیولی دی.

افغانستان خپلې اوه واړه لوبې بایللې دي‌او له پاکستان سره یې اتمه لوبه ده.

XS
SM
MD
LG