د افغانستان د جګړې د کمیسیون یوه لوړپوړي امریکایي پلاوي د پاکستان د پوځ له مشر او د دفاعي ځواکونو له قوماندان فیلډ مارشال سید عاصم منیر سره د افغانستان د جګړې، د پاکستان د رول او د سیمې د امنیت په اړه خبرې کړې دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې ISPR د دوشنبي په ورځ د سپتمبر په ۲۸مه ویلي دې پلاوي، چې مشري یې د کمیسیون شریکو مشرانو شمېلا ن. چوهدري او ډاکټر کولن ایف. جکسن کوله، په راولپنډۍ کې د پوځ په عمومي قوماندانۍ کې له عاصم منیر سره وکتل.
د ISPR په وینا، دغه پلاوی د افغانستان په اړه د متحدو ایالتونو د شاوخوا ۲۰ کلنې ښکېلتیا د ارزونې په موخه پاکستان ته تللی دی.
په لیدنه کې د دواړو لورو د ګډې علاقې پر موضوعاتو، په افغانستان کې پر پرمختګونو، د سیمې پر امنیتي وضعیت او د افغانستان د جګړې پر مهال د پاکستان پر ملاتړ او رول خبرې وشوې.
د پاکستان پوځ وايي، عاصم منیر د افغانستان د جګړې د امنیتي وضعیت په اړه د پاکستان لیدلوری له امریکايي پلاوي سره شریک کړ او د هغې اوږدې جګړې پر مهال یې د پاکستان پر وړاندې د رامنځته شویو ننګونو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان د جګړې د ستراتیژیکو، دیپلوماتیکو او عملیاتي اړخونو د ارزونې پر مهال باید د سیمې لیدلوری او د پاکستان تجربې هم په پام کې ونیول شي.
د ISPR په وینا، امریکايي پلاوي د افغانستان د جګړې پر مهال د پاکستان اوږدمهاله رول او قربانۍ ومنلې او په سیمه کې یې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان د دوامدارې ونډې ستاینه وکړه.
د افغانستان په جګړه کې د پاکستان رول
دې کمیسیون د افغانستان د جګړې د ارزونې په خپلو موقتي راپورونو کې د پاکستان رول د خپلې څېړنې له مهمو موضوعاتو څخه بللی دی.
کمیسیون په خپل دویم موقتي راپور کې «د پاکستان مهم رول: د نفوذ امکانات او محدودیتونه» د هغو ۱۲ مهمو موضوعاتو له ډلې شمېرلی چې د امریکا د ۲۰ کلنې جګړې په اړه یې د خپلې څېړنې په ترڅ کې راڅرګند کړي دي. کمیسیون وايي، د پاکستان رول باید د افغانستان د جګړې د پراخې ستراتیژۍ، د سیمهییز امنیت او د امریکا د اهدافو په چوکاټ کې وڅېړل شي.
د کمیسیون د لومړنیو ارزونو له مخې، پاکستان د جګړې په بېلابېلو پړاوونو کې د امریکا لپاره مهم شریک و، خو په عین حال کې د اسلاماباد او واشنګټن ترمنځ د طالبانو او د افغانستان په اړه د سیاستونو اختلافات هم موجود وو.
کمیسیون په خپلو اسنادو کې د پاکستان د رول په اړه دا پوښتنه هم مطرح کړې چې امریکا څنګه کولی شوای له پاکستان سره خپلې اړیکې داسې مدیریت کړي چې په افغانستان کې د امریکا له اهدافو سره همغږې وي، په داسې حال کې چې پاکستان له طالبانو سره خپلې اړیکې هم لرلې.
د جګړې د ستراتیژۍ بدلون
د افغانستان جګړې کمیسیون وايي، د امریکا جګړه یوه واحده او ثابته موخه نه لرله. د کمیسیون د دویم موقت راپور له مخې، د جګړې د ۲۰ کلونو په ترڅ کې د امریکا اهداف، منابع او د هغو د ترلاسه کولو لارې څو ځله بدلې شوې.
کمیسیون د خپلې څېړنې له مهمو موضوعاتو څخه «ستراتیژیک بدلون»، د امریکايي ادارو ترمنځ د همغږۍ او سیالۍ ستونزې، له افغان حکومت او سیاسي مشرانو سره اړیکې، د دولت جوړونې او فساد مسئله، د پوځي عملیاتو او سیاسي جوړجاړي ترمنځ کړکېچ او د جګړې د پای ته رسولو د وخت او تمو ستونزې یادې کړې دي.
د کمیسیون په ارزونه کې دا هم شامله ده چې په افغانستان کې د امریکا ماموریت په لومړیو کې تر ډېره د ترهګرۍ ضد مبارزې پر محور و، خو وروسته یې د دولت جوړونې او د افغان ادارو د پیاوړتیا لپاره پراخ رول خپل کړ.
د طالبانو له سیاسي بهیر څخه د ایستلو موضوع
د کمیسیون په لومړنیو موندنو کې د طالبانو له ۲۰۰۱ کال وروسته له نوي سیاسي جوړښت څخه د ایستلو موضوع هم د څېړنې وړ بلل شوې ده.
کمیسیون پوښتنه مطرح کړې چې ایا د طالبانو د سیاسي مشارکت او بښنې لپاره د لارو نه پرانیستل د افغانستان د سیاسي ثبات لپاره له لاسه ورکړل شوی فرصت و او ایا دې کار د طالبانو د بغاوت په رامنځته کېدو کې رول درلود که نه.
کمیسیون همداراز دا هم څېړي چې د امریکا د ترهګرۍ ضد عملیاتو، د مرستو د ورکړې طریقو او د بهرنیو مرستو پر تمویل د افغان حکومت زیاتې تکیې د افغانستان د خپلواک او باثباته حکومت په جوړولو څه اغېز کړی و.
د ۲۰ کلونو په چوکاټ کې له افغانستان د امریکایي عسکرو وتل ارزول کېږي
د امریکا د افغانستان جګړې کمیسیون وايي چې د ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل یوازې د جګړې د وروستیو اوونیو او میاشتو له پېښو څخه نه شي ارزول کېدای.
کمیسیون د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۳۱مه، د امریکايي ځواکونو د وتلو د پنځمې کلیزې په مناسبت وویل چې د ۲۰۲۱ کال پېښې د دوو لسیزو د پالیسیو، لاسته راوړنو، ستونزو او نه حل شویو مسایلو له امله رامنځته شوې وې او د دغو عواملو ترمنځ اړیکې د کمیسیون د اوسني کار مهمه برخه ده.
کمیسیون وايي، تر اوسه یې شاوخوا ۳۷۰ مرکې کړې، زرګونه حکومتي اسناد یې ترلاسه کړي او د جګړې د تجربو د ارزونې لپاره یې له افغانانو، امریکايي پوځي او ملکي چارواکو، پخوانیو سرتېرو او نورو اړخونو سره خبرې کړې دي.
وروستی راپور تر اوسه نه دی خپور شوی
د افغانستان جګړې کمیسیون په اصل کې ټاکل شوی و چې د امریکا د افغانستان د جګړې په اړه خپل وروستی راپور وړاندې کړي، خو د ۲۰۲۶ کال په اګست کې یې د کار موده یو کال نوره هم وغځول شوه.
د کمیسیون شریکو مشرانو ویلي چې د اضافي وخت هدف د څېړنې بشپړول، د مهمو معلوماتي تشو ډکول او د امریکا د ۲۰ کلنې جګړې په اړه د شواهدو پر بنسټ جامع ارزونه وړاندې کول دي. تمه کېږي چې د کمیسیون وروستی راپور به د ۲۰۲۷ کال په اګست کې خپور شي.
فورم \ دبحث خونه