د لاس رسي وړ اتصالات

جهادي ملیشې هم جګړې لپاره کندز ته ځي


پخواني جهادي قومندان امان الله ګذر ویلي چې "د لسګونو قوماندانانو او سلګونه جنګیاليو" سره یوځاې د کندز په لور تللی دی.
پخواني جهادي قومندان امان الله ګذر ویلي چې "د لسګونو قوماندانانو او سلګونه جنګیاليو" سره یوځاې د کندز په لور تللی دی.

پداسې حال کې چې افغان او بهرني ځواکونه د طالب جګیالیو په ضد د کندز په ښار کې جنګیږي، جهادي ملیشو هم جګړې ته ټټر وهلی او سلګونه وسله وال د کندز په لور رهي شوي دي.

په ولسي جرګې کې د خلکو استازي او پخواني جهادي قومندان امان الله ګذر په خپل فیسبوک کې ولسمشر غني، اجرايي مشر عبدالله او خلکو ته ډاډ ورکړی چې" یرغلګر او بهرني تروریستان" به له شمالي ولایتونو او په خاص ډول له کندز څخه ورک کوي.

امان الله ګذر دا هم لیکلي چې "د لسګونو قوماندانانو او سلګونه جنګیاليو" سره یوځاې د کندز په لور تللی دی.

په همدې حال کې، یو بل پخواني جهادي قومندان جان احمد ته یو نژدې کس امریکا غږ ته وویل چې، دغه قومندان له اجرايي ریس عبدالله سره مشوره کوي چې د کندز جګړې ته څه ډول غبرګون وښيي.

جان احمد هغه جهادي قومندان دی چې څه موده مخکې یې بهرنیو ځواکونو په چاریکارو کې د وسلو او مهماتو لویې زېرمې ور ویجاړې کړې.

بل لوري ته د بلخ والي عطا محمد نور چې اوس له افغانستان نه د باندې دی، په خپل فیسبوک کې لیکلي " د هغه ولایت له حاله خبر یم، د بلخ ټولو امنیتي ځواکونو ته مې لارښوونه کړې چې له خپلو امکاناتو سره یو ځای کندز ته حرکت وکړي... د کندز عزیز خلک دې ډاډه وي چې یو وارې بیا به د مقاومت د پېر ګډې حماسې راژوندۍ او دښمن ته هدیره جوړه کړو."

د حکومت غبرګون

که څه هم امان الله ګذر ولسمشر غني او اجرايي مشر عبدالله ته ډاډ ورکړی چې دښمنان به له منځي وړي خو څرګنده نده چې آیا د نوموړي تر قوماندې لاندې ځواکونو باندې به ملي پولیس يا پوځ نظارت ولري که نه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت کندز ته د پخوانیو جهادي قومندانانو په مشرۍ د وسله والو د استولو په اړه له خبرو کولو ډډه وکړه خو، د وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش امریکا غږ ته یوازې همدومره وویل چې افغان ځواکونه د کندز د بېرته نیولو د عملیاتو مشري په غاړه لري.

تر دې وړاندې، یو شمېر نورو پخوانیو جهادي مشرانو لکه عبدرب الرسول سیاف او محمد اسماعیل خان پر حکومت نیوکه کړې وه چې د طالبانو په وړاندې کمزوری دی او خبرداری یې ورکړی و که حالت همداسې روان وي، مجاهدین به لاس په کار شي.

د مجاهدینو دغه مشران تر ډېره هغه کسان دي چې د ۱۹۹۰کلونو کې په کورنیو جګړو کې ښکیل وو او د بشري حقونو نه په سرغړونې او جنګي جرمونو تورن دي.

محمد اسماعیل امریکا غږ ته وویل چې د حکومت اوسني وضعیت ته په کتو ښايي راتلونکي کال نور ولایتونه هم د طالبانو لاسته ورشي.

نوموړي په راتلونکو اوونیو کې د مجاهدینو د یو نوي اتحاد د جوړولو خبره هم وکړه چې په خبره یې هدف یې د نظام د پرځېدو مخنیوی دی.

د بشري حقونو د سازمانونو غبرګون

د امریکا د پروګرس د ټولنې شننونکی لاورنس کورب په دې باور دی چې د کندز په بیا نیولو کې د مجاهدینو ونډه به ګټوره وي، خو په اوږد مهال کې به د دغو ملیشو کنټرول ستونزمن کار وي.

ښاغلي کورب په دې باور دی چې باید افغان حکومت د افغان پوځ او پولیسو په لیکو کې د هېوادنۍ مینې روحیه پیاوړې کړي، که داسې ونشي ښايي کندز ته ورته نورې پېښې هم وشي.

د بخښنې د نړیوال سازمان شننونکې حوریه مصدق بیا وايي اندېښنه لري چې د افغان ځواکونو له قومندې د باندې، د خپلسریو ډلو ټپلو او وسله والو موجودیت به بشري حقونه زیانمن کړي، شخصي تربنګیو او انتقام اخیستلو ته لاره پرانیزي او نور کړاوونه به هم وزیږوي.

مېرمن مصدق ټېنګار کوي چې باید حکومت کندز ته پوځ او پولیس واستوي. هغې د جګړې له ښکیلو غاړو وغوښتل چې د ولسي خلکو سر او مال ته پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې، افغان ولسمشر محمد اشرف غني همدا نن په یو کنفرانس کې ډاډ ورکړ چې د کندز ښار د حکومت تر مدیریت لاندې دی او د ۲۰۹ قول اردو د عملیاتو مشري په غاړه لري.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG